د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له تاجک چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له تاجک چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.


  • 3 مياشتي دمخه (02/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 128

د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب په یوه رسمي سفر تاجکستان ته تللی او هلته یې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

 

په دغې لیدنه کې په بین الافغاني مزاکراتو، د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس په جوړېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي.

 

تاجکستاني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاریو ته ادامه ورکوو او د هغې سولې ملاتړ کوو، چې جګړه ختمه کړي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتي.