له اقراره تر انكاره


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 593

كه څه هم اوس په ښار كې اوسېد خوخويونه يې كليوالي وو . ښايسته توربخنو سترګو به يې هر نظر دځان په لور اړوه . غنمرنګه څېره يې نوي خط وبريت لا په زړه پورې كړې وه. برابرې ونې يې ځواني ته يوډول ښكلاوربښلې وه . تل به يې هڅه كوله چې پرشونډو يې موسكا خوره وي . غوښتل يې د خپل كلي غوندې چاپير يال ځان ته جوړ كړي د خپلو كليوالو ملګرو په شان، ملګري پيداكړي چې زړه خواله ورسره وكړي. خو د ښاري ځوانانو سره يې پر لاره قدمونه يو نه كړاى شول. يواځينى ملګرى دده خپل يوازېتوب و چې دى به يې تنها نه پرېښود.
عادت سره سم به يې دسهارلمانځه نه وروسته څه لږه  ډېره لوستنه وكړه اوبيا به دپوهنتون په لور وخوځېد. دخپلې ښې رويې له امله به يې ډېرى ټولګيوالو قدر كوه. ډېرو به ويل چې مجيب څومره ښه هلك دى له چا سره كار نه لري، خومجيب غوښتل داسې څوك پيداكړي چې دتېرژوند هغه كيسه چې ده ته لانيمګړې ښكاريده په ژړغوني غږ ورته وايي چې:
زه لاوړوكى وم چې غوټۍ به راباندې ښه لګېده د هغې په ليدو به مې يوډول خوښي احساسوله هغه ورځې مې هېرې نه دي چې دكلي ټول ماشومان هلكان اوجونې به د سبق لپاره جومات ته تلل، مابه هم سهار وختي خپل ((پنج كتاب )) په تخرګ كې ونيوه اوجومات ته به روان شوم. كله چې به دجومات پردروازه ورننوتم اوغوټۍ به مې ترسترګو شوه نو هڅه به مې كوله  ترڅومخامخ ورته كېنم. خودماشومتوب ورځې څښتن (ج) داسې زر په ځوانۍ بدلې كړې چې پرې پوه نه شوم،  خو څومره چې مې عمرد زلميتوب منګ ته رسېد، هومره مې د هغې سره دمينې جذبه په زړه كې لاپياوړې كېده.
زلمى وم خودغوټۍ مينې راكې كمكيتوب ته ورته خويونه پرې ايښې و. د دنيا له هركاره  راته ددې مينه ډېره په زړه پورې وه له همدې امله به مې درسونوكې يوڅه لټي كوله خو، ښه و دپلار غوسې او د تربورانو دپېغورنو وېرې به درس ويلوته مجبورولم، خو بيا به مې هم ډېرپام دې خبرې ته و چې څرنګه د هغې زړه دځان په لوري مات ړم، دومره ناكراري پكې وګورم څومره چې زما په زړه كې دهغې لپاره ده.
تل به په دې فكر وم چې داسې شېبه به هم راشي چې غوټۍ ته د زړه  هيلې څرګندې كړم. كه  هر رنګه ستونزه به وه كوښښ مې كوه چې يې د ورځې يو ځل وګورم خوسربېره پر دې چې هغه زمونږ ګاونډكې اوسېده، نه بريالى كېدم چې نظر يې دځان په لورراواړوم. كله كله به ووېرېدم چې  له دې نيمګړې مينې سره له دې كلي روان نشم، ځكه دكانكور ازموينه كې مې برخه اخيستې وه چې په دې ورځوكې يې نتيجه اعلانېده.
مجيب لا د تېر ژوند كيسه له ځان سره تكراروله چې د څنګ ته ناستې ټولګيوالې څنګل يې پرې ولګيد، سر يې راپورته كړ، كتل يې چې ښوونكي سره د سوبتيا پاڼې دي اوحاضري اخلي. له دې سره پرې چاغږ وكړ:
((مجيبه! پام دې وي، سپوږمۍ پسې ستانوم دى.))
 چې بيا دښوونكي دغږ مجيب، مجيب سره يې ټكان وخوړ،  بې واره يې دوه درې وارې صيب، صيب وويل . د تېر په شان د ټولګي څخه دښوونكي د وتلو سره سم زده كوونكي هلكان اوجونې يو يو وتل. مجيب هم د ټولګي څخه ووت. په دهلېز كې يوازې روان و. واړه، واړه قدمونه يې اخيستل چې چا ورپسې غږ كړ. مجيب چې شاته وكتل نودښكلا يوه بېلګه يې تر سترګوشوه. جګې ونې، اوږدو تورو سترګواودزلفو هغه  تار  يې چې له تندي راتېر او د ورځو په منځ پروت و، ښايست لاپه زړه پورې كړى و. مجيب يې لكه شاعر دنظر په ژبه ښكلاستايله چې هغې ورته وويل:((وبښئ! زمانوم سپوږمۍ ده تاسره په يو ټولګي كې يم.))
مجيب چې لاتراوسه يې دنجونوسره سمې خبرې هم نه وې كړې حيران و چې څه ورته ووايي،  خوبيا يې هم په ډېره ستونزه په غلي لهجه وويل:((ستاله ماسره څه كارو؟))
_: (( هو، ماويل چې زه پرون نه وم راغلې،كه  هغه د فزيك كتابچه  مو ماته راكړئ  چې زه ترې نوټ  ورسوم.))
له دې سره مجيب زرخپل بيك راخلاص كړ، د فزيك كتابچه يې ترې راووېستله اوسپوږمۍ ته يې ونيوله. سپوږمۍ دكتابچې د اخيستلو سره خيرويسئ وويل او روانه شوه. مجيب ورپسې همداسې كتل خو هغې لا څوقدمونه نه و اخيستي چې بېرته راوګرځېده، وې ويل: ((وبښئ! ستاسو نوم...؟))
 غلى غوندې ځواب يې وركړ: ((زما نوم مجيب دى.))
_: ((ښكلى نوم دى.))
 له دې سره دسپوږمۍ قدمونو په دهلېز كې ټكهارى جوړاوه او ديو ځل وروسته كتلوسره له مجيبه ورو ورو لرې كيده .
مجيب چې به هرسهار پوهنتون ته راغى نو  سپوږمۍ به ورسره ټولګي كې ډېره خواخوږي ښودله. نن چې هم سپوږمۍ ټولګي ته راغله نو لومړى د ده خواته ورغله. په داسې حال كې چې هغه په سوچونو كې ډوب و، دې پرې غږ وكړ: (( مجيبه ستړى مه شې! ))
مجيب سر پورته كړ او ورو يې ځواب وركړ: ((ته ستړې مه شې!))
تر يو وخته سپوږمۍ همداسې ولاړه وه او بيا يې وويل: ((راته نه وايې چې كېنه؟))
مجيب ځان وښوراوه، يو نظر يې ټيټ وكتل او بيا يې ورته د كېناستو وويل.
سپوږمۍ كېناسته، يو نظر دواړو يو بل ته وكتل خو زر  يې سترګې له يو بله واړولې.  سپوږمۍ چوپتيا ماته كړه وې ويل: (( هه، كتابچه دې واخله، مننه.))
مجيب كتابچه واخيسته او ور زياته يې كړه: ((نوټ دې پوره كړ؟))
_ (( هو پوره مې كړ. خير وېسې.))
له دې سره بيا دواړه غلي شول خو سپوږمۍ چې خوښېدل يې مجيب وغږوي يو ځل بيا يې وويل: ((  يوه پوښتنه در څخه وكړم ؟))
مجيب مخ ورواړوه او ځواب يې وركړ: ((څه پوښتنه كوې، وې كړه.))
_ (( هسې ما ويل لكه چې كوم بل پوهنځى دې خوښ دى؟))
_ (( نه داسې خو نه ده.))
_ ((بيا نو ... څه خبره به وي چې...))
_ ((څنګه څه خبره به وي؟))
سپوږمۍ لږه غلې غوندې شوه  بيا يې ورو  وويل: (( هسې خپه نه شې له ډېرو  ورځو دې زه ګورم ،  غلى غوندې يې . ما ويل كه ...))
مجيب لا سپوږمۍ ته څه ويل چې استاد ټولګي ته ننوت او محصلين ورته ودرېدل . دواړه غلي شول او د استاد په لور ي پام  شوو، خو مجيب ته نن د سپوږمۍ پوښتنو او خواخوږي  ډول ډول فكرونه  پيدا كړل . زړه كې به يې تېره شوه چې ولې په ټول  ټولګي كې د ده خواته راځي.  دا ولې له ده سره دومره خواخوږي لري . پر دې سربېره چې د سپوږمۍ د ښكلا خبرې به ټول پوهنتون كې كېدې خو چې مجيب ته به د زړه په هېنداره كې د خپلې كليوالې غوټۍ تصوير تر سترګوشو نو د ښار ددې ښكلې سپوږمۍ د تصور اجازه به يې خيال ته نه وركوله. هغه به تل دغوټۍ يادونوكې ورك و. 
مجيب به دمياشتې يو يادوه ځله كلي ته تلو.  هر ځل به يې كوښښ كوه چې غوټۍ ته دخپلې مينې اقرار وكړي خودا هيله به يې نه پوره كېده. په ښاركې داوسېدو، دپوهنتون دورې او په تېره بيا د سپوږمۍ چلند دومره زړه وركړ ى و چې داځل كلي ته لاړ شي نوغوټۍ ته به ضرور دخپلې مينې اظهار كوي.
 څوورځې لا  له مياشتې تېرې وې خو مجيب كلي ته نه و تللى، دراتلونكې پنجشنبې په انتظار و  چې كلي ته لاړ شي اوخپل كړى پرېكړه تر سره كړي.
دپنجشبې ورځ وه، ښكلې ډالۍ يې غوټۍ ته اخيستې وه اودكلي په لور روان شو. ماښام تياره كلي ته ورسيد، دماخوستن اذانونو سره دكور پر دروازه ورننوت . وړو ورونو يې شور جوړ كړ چې هله لا لا راغى. له دې سره يې ترڅو مور او خويندې له كوټې راوتلې دى ورننوتى و. مور  يې پر دواړه مخه ښكل كړ، د پلار سره له روغبړ ه وروسته ورته ټولو په وار، وار ستړي مشي وركړه، كېناستل اودحال احوال پوښتنې يې پيل كړې.
 له ډوډۍ څخه وروسته يې لا مركه نه وه ختمه چې مور  يې په مجيب غږ وكړ: (( ځه زويه!  سترګې پټې، پټې كېږ ي ستړى به يې، هغه بله كوټه كې يې درته ځاى جوړكړى،لاړشه ويده شه.))
 دمورله وينا سره يې سم مجيب جګ شو او د بلې كوټې په لور وخوځېده. شېبه ځنډ وروسته يې مور  هم ورپسې ورغله،  چې كوټې ته ورننوته نو مجيب  يې په څه شي بوخت وليد وې ويل: ((زويه! دا څه شي دي؟))
_ ((دامورې هسې...))
 مجيب يې لا د پټولو هڅه كوله چې مور يې پوه شوه، ور زياته يې كړه: (( واه  دا خو بنګړي دي كنه، دا دې چاته راوړي؟))
مجيب په داسې حال كې چې ښكته يې كتل ځواب وركړ: ((هسې مورې خورته مې راوړي دي.))
خودمور يې پرې شك راغى، زړه كې ورتېره شوه كه خور ته يې راوړي واى نوضرور به يې تر اوسه وركړي وو ،خو كيسه بله ده. خواته يې راغله، كېناسته ويې ويل:  ((ګوره زويه! زه ستا مور يم، كه اولاد  هر څومره مورته چل وركړي خومور بيا  هم  مور وي، يوڅه پوهېږي.))
مجيب لږ په تېز غږ وويل: ((مورې په څه پوهېږي! هېڅ خبره نه ده.))
مور يې ور زياته كړه: ((ګوره زويه! زه پوهېږم چې څه خبره ده. خو ته يې پخپله راته ووايه؟))
مجيب په لوړ غږ وويل: ((واه مورې څه شى درته ووايم!))
تر يوې شېبې يې مور  همداسې وركتل، پر دواړو لاسونو يې له مخه ونيو، په تندي يې ښكل كړ او زياته كړه: ((ووايه راته څوك دې خوښېږي؟))
مجيب غلي غوندې وويل: ((هېڅوك مې نه خوښېږي مورې ته هسې شله يې!))
_ ((زه پوهېږم چې څوك دې خوښېږي او دا بنګړي دې هماغې ته راوړي. زه دې مور يم چې ماته يې نه واى نو چاته  به يې ووايې؟))
_ ((نه مورې داسې خبره نه ده هسې شك كوې دامې...))
مور يې پرې خبره غوڅه كړه، وې ويل: (( زوى جانه! پلار دې  هسې  هم راته څو ځله ويلي چې دې هلك ته څوك وګوره چې كوزده ورته وكړو. ووايه زويه خيردى مه  شرمېږه.))
_ ((  مورې هغه ...))
_ ((زويه! مه شرمېږه ووايه؟))
 _ ((  مورې څه درته ووايم دګلاب ماما لور غوټۍ...))
 له دې سره يې مور يودم غلې شوه، ترډېره همداسې چپ وه چې مجيب ترې وپوښتل: ((ولې مورې څه خبره ده؟))
_ (( نه زويه هېڅ خبره نه ده!))
_ ((  لكه چې هغوى ښه خلك نه دي؟))
_ (( ښه خلك دي، ولې نه دي.))
_ ((جلۍ مو خوښه نه ده؟))
_ (( خوښه موده.))
_ (( نوبيا مورې څه خبره ده، هغوئ سره خوبه موڅه جنجال نه وي پيداشوى؟))
_ (( نه زويه خداى دې نه كى!))
مجيب په لوړ غږ وويل: ((نوبياولې چپ يې، څه خو ووايه كنه؟))
 مور يې په ورو ځواب وركړ: ((زوى جانه غوټۍ خودوه اوونۍ كېږي زماني خپل زوى ته وكړه.))
 له دې سره يې د مور له سترګو اوښكې څڅېدې، دمجيب رنګ تښتېدلى و حيران ، حيران يې مورته كتل او هماغسې پرېوت، ويده شو.
مجيب سهاروختي له خوبه راپا څېد، دخپلو خيالونو جنت كلى  ورته دوزخ ښكارېده. پرته له دې چې چاى وڅښي له ټولونه يې اجازه واخيسته، هغه بنګړي يې يوې خور ته وركړل چې داغوټۍ ته يې وركړي خو دا ورته ونه وايي چې مجيب وركړي دي او روان شو.
###########
اوس  ورته پوهنتون هم خوند نه وركوه، دلوستلو شوق  يې هم ورو  وروكمېده، د چوپتيا عادت يې لاپياوړى شوى و او د تېر په شان يوازې والى به يې خوښوه خوسپوږمۍ به يې هماغسې خواته راغله، ترې وبه يې پوښتل: (( مجيبه! ډېره موده كېږ ي چې ناسته ولاړه درسره لرم خوستا د چوپتيا په راز پوه نه شوم.))
_ (( هسې دا مې خوى دى هېڅ خبره نه ده.)) 
_ ((مجيبه! خوښه دې، زه درسره مرسته كولى شم.))
مجيب په داسې حال كې  چې ساعت ته  يې كتل، له څنګه يې جګ شو او ور زياته يې كړه: (( ځه خير اوس د تفريح وخت پوره شو بيا به ګورو.))
دسپوږمۍ سره دپرله پسې ليدلو او د خواخوږۍ سربېره يې په زړه پورې ښكلا ورو ، ورو د مجيب دمات زړه رغونه كوله چې اخر يې ورته تصوير دزړه هېنداره كې ځاى ونيو.
مجيب چې تېر ژوند كې  يې د مينې د نه اقرار كولو ډېره لويه سزا زغملې وه نو روس يې ځان كې نه ليده ځكه يې نن د سپوږمۍ سره دخپلې مينې دور څرګندولو اراده درلوده. د دويم ساعت نه وروسته تفريح وشوه. د تېر په خلاف نن  مجيب  د سپوږمۍ خواته ورغى او ورته يې وويل: ((سپوږمۍ له تاسره څه ضروري كارلرم.))
سپوږمۍ په لوړ غږ ځواب وركړ: ((ما سره دې كار دى؟!))
_ (( سپوږمۍ زه غواړم تاته نن دخپلې چوپتيا راز څرګند كړم.))
_ ((  څومره خوند به وكړي ووايه زركوه!))
_ (( سپوږمۍ زه...))
_ ((واه! ووايه كنه.))
 مجيب لږه شېبه غلى شو، بيا يې وويل: (( هسې ما ويل چې...))
سپوږمۍ په زړه ورتوب وويل: (( هسې تا ويل چې څه؟))
مجيب زړه نا زړه ورزياته كړه: ((ځه بل وخت به يې...))
 سپوږمۍ په خبرو كې ورولوېده په خندا يې وويل:(( اوو هو، جلۍ خو نه يې ژر كوه كنه ووايه څه خبره ده ؟ ))
دسپوږمۍ بې پروا زړه ورتوب يې جرائت  زيات كړ او بْدرېغه يې وويل: ((غواړم زما د ژوند يواځينۍ ملګرې اوسې.))
له دې سره دسپوږمۍ رنګ ورو ورو بدلېده. غلې ولاړه وه چې مجيب ور زياته كړه: (( زه غواړم  له  تا  سره  واده وكړم .))
سپوږمۍ لا پسې رنګ ووهه،  خولې  پرې راماتې شوې او  بيا  يې  پداسې حال كې چې ښكته يې كتل زياته كړه : (( له هغه وخته چې مې ليدلى يې، هسې راباندې ښه لګېږې.))
مجيب په موسكا وويل: (( ما هم همداسې انګېرله، ځكه خو مې دومره زړه وكه.))
سپوږمۍ يو اوږد اسوېلى وكيښ او ورپسې يې كړه: (( هم دومره مينه درسره لرم  لكه ستاسترګو كې چې ماته دځان په هكله ښكاري.))
سپوږمۍ بيا وويل: ((خوكاشكې...؟))
مجيب غلي وپوښتل: (( خو كاشكې څه شى؟))
_ :(( خو كاشكې چې زه كوزده شوى نه واى.))

۱۳۸۲ لمريز
بلخ پوهتنون