د جګړې دوام؛ د هېواد په بېلو ولایتونو کې ۹۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جګړې دوام؛ د هېواد په بېلو ولایتونو کې ۹۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 2 کاله دمخه (21/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1193

سمسور (چهارشنبه د غویي ۱) افغان چارواکي وايي، ګډو ځواکونو یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې عملیات ترسره کړي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ګډو افغان ځواکونو سره په مخامخ بریدونو او نښتو کې ۷۰ طالبان وژل شوي، ۲۰ ټپیان او ۴ نور نیول شوي دي.

سرچینه وایي، دغه طالبان د هېواد ننګرهار، زابل، فاریاب، پکتیا، هلمند او کندهار ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

سرچینه کې وړاندې راغلي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د سرچینې په خبره، چې  په ورته کې ځواکونو یې ۳۲۴ مختلف ډوله ماینونه د یادو ولایتونو په بېلو سیمو کې کشف او خنثی کړي دي.

بل لورته بیا طالبانو تر اوسه پورې د دولت دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.