فاریاب کې ماین چاودنې ۷ سرتیري ووژل

فاریاب کې ماین چاودنې ۷ سرتیري ووژل


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1090

د فاریاب امنیتي مسوولین وایي چې ددغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۷ افغان سرتیري وژل شوي.

د مسوولینو په وینا دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې د افغان ځواکونو د اکمالاتي کاروان یو هاموې ټانګ په میمنه ښار کې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.

مسوولین زیاتوي له چاودنې وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ یو ساعته نښته هم شوې چې له امله یې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.