پېښور زلمي لوبډلې له بریا سره فواینټ ټیبل کې لومړی مقام خپل کړ

پېښور زلمي لوبډلې له بریا سره فواینټ ټیبل کې لومړی مقام خپل کړ


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1500

د پي ایس ایل د لوبو په دوام پېښور زلمي لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې لومړۍ توپ وهنه اسلام اباد لوبډلې وکړه او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۱۸ منډو کې د لاسه ورکړه.

د اسلام اباد لپاره تر ټولو زیاتې منډې الیکس هیلس ۴۱ وکړې؛ خو نور لوبغاړي ښه ونه ځلېدل.

په ځوابي توپ وهنه کې پېښور زلمي لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره په ۱۸ اور کې پوره کړ او په شپږو ویکټو یې اسلام اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ټام کولر کیډمور تر ټولو زیاتې ۴۶ منډې جوړې کړې.
وهاب ریاض چې په توپ اچونه کې یې په څلورو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې او څلور لوبغاړي یې سوځولي وو د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.
نن ماښام شپږ بجې به لاهور قلندرز له کراچۍ کینګز لوبډلې سره میدان ته ښکته شي.