وسله والو پکتیا کې یو نظامي قومندان او د هغه موټر چلونکی په ډزو وژلي دي.

وسله والو پکتیا کې یو نظامي قومندان او د هغه موټر چلونکی په ډزو وژلي دي.


  • 5 مياشتي دمخه (24/02/2021)
  • خالد سهار
  • 255

د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، حیات الله نظامي احمدزي ویلي، چې ناڅرګنده وسله والو نن غرمه مهال د مرکز ګردېز د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند خطابې سیمه کې یو تن پخوانی نظامي قومندان، بهاوالدین او د نوموړي موټر چلونکی په ډزو وژلي دي.

 

د دغه ولایت چارواکو ویلي، چې قومندان بهاوالدین د مرکز ګردېز د عبدالله کلا اوسېدونکی و او پخوا یې د امنیتي ځواکونو پر لیکو کې دنده پر مخ وړه.

 

باید یاده شي، چې وسله والو نن سهار د غزني ولایت ښار اړوند خشکو سیمه کې د شکرالله په نوم یو تن د ګرځنده ټیلیفونونو جوړوونکی په دې تور وژلی، چې ګواکې د دولتي کسانو ټیلیفونونه به یې جوړول.