لښکرګاه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته


  • 3 کاله دمخه (21/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1311

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په لښکرګاه ښار لومړۍ ناحیه کې د چاودنې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او د دوه پولیسو په ګډون ۱۵ نور ټپیان دي.

عیني شاهدان وايي دغه چاودنه د پولیسو پر رینجر د مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د هلمند ولایت د ایمرجنسي روغتون مسوولین وایي ددغې چاودنې له امله یو وژل شوی او ۱۵ ټپیان ور وړل شوي چې په وینا یې ټول ملکي وګړي دي.

دغه چاودنه په یو بازار کې رامنځته شوې او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.