تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ طالبان وژل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ طالبان وژل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (16/06/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 421

 

افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۹ طالبان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو  یاد عملیات په غزني، پکتیا، لوګر، کندهار، اروزګان، هرات، هلمند، فاریاب، هلمند، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو کې ترسره کړي.

د سرچینې په خبره په همدې موده کې بیا د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو هغه  ۳۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.