ملي امنیت د داعش او حقاني پنځه غړي نیولي.

ملي امنیت د داعش او حقاني پنځه غړي نیولي.


  • 1 کال دمخه (21/02/2021)
  • خالد سهار
  • 370

ملي امنیت د حقاني او داعش ډلې هغه غړي نیولي، چې د د کابل ښار په مختلفو سیمو کې یې د راکټي بریدونو د تنظیم، د راکټونو د انتقال او ځای پر ځای کولو دنده لرله.

 

له یاد ریاست څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي،  چې یاد کسان جاوید، روح الله، احمد مرید، حفیظ الله او عبدالجبار نومېږي، چې  د کابل ښار په اوولسمې امنیتي حوزه کې نیول شوي.

 

که څه هم په ورستیو کې په کابل کې هدفي پېښې زیاتې شوي، خو ملي امنیت وايي، چې د خپلو هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هڅه کوي تر څو د هدفي وژنو ګراف راښکته کړي.