د پکتیکا ولایت چارواکي په دې ولایت کې د یوې چاودنې د مخنیوي خبر ورکوي.

د پکتیکا ولایت چارواکي په دې ولایت کې د یوې چاودنې د مخنیوي خبر ورکوي.


  • 7 مياشتي دمخه (25/12/2020)
  • خالد سهار
  • 185

د پکتیکا ولایت مقام وایي، چې د دغه ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې نن د ملي پولیسو له لوري د چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل د چاودنې مخه ونیول شوه. 

 

مقام زیاتوي، چې یاد موټر سایکل د وسله والو طالبانو له لوري چمتو شوی و او دوی پلان درلود، چې د دې ولسوالۍ په بازار کې چاودنه ورکړي، خو پولیسو یې مخنیوی کړی دی.

 

بل لورته وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.