تورباز: قوي موضوع، ضعیف انداز

تورباز: قوي موضوع، ضعیف انداز


  • 9 مياشتي دمخه (12/12/2020)
  • فواد لامع
  • 309

د نورو افغانانو په شان، زه هم د تورباز فلم لیدلو ته لېواله وم او چې کله په نېټفلېکس باندې پرلیکه شو، نو په تلوسې سره یې لیدو ته کښېناستم څو ووینم چې بالیووډ یو ځل بیا زما ټاټوبي ته د کوم لېنز نه کتلي دي. 

د تورباز کیسه د فلم له راتګ نه مخکې لا د ټرېلرونو له مخې یې اټکل کېدای شوه، خو جزییات یوازې هله معلومېږي چې پوره فلم وکتل شي. په دې ارزونه کې به، د کره کتنې د اصولو پر اساس، هڅه وکړم چې د فلم مثبت او منفي اړخونه دواړه راوسپړم. 

اول یې که مثبت اړخ ته راشو: د فلم اصلي موضوع (سوژه) ډېره ارزښتناکه او پیاوړې ده. فلم جوړوونکي کوښښ کړی چې د افغانستان په خونړۍ او ورانکارې جګړې کې د ماشومانو په رول رڼا واچوي او دا حقیقت نړۍ ته ښکاره کړي چې د افغانستان په جګړې کې، د نړېوالو اصولو او انساني اخلاقو په ماتولو سره، مذهبي تندلاري د ماشومانو نه د آلې په توګه کار اخلي. دا مبالغه نده، یو تریخ حقیقت دی او په افغانستان کې د دې کرغيړن عمل ګڼ شمېر بېلګې لیدل شوي دي.

فلم جوړوونکي دا کوښښ هم کړی چې سپورټي لوبې (کرکټ)، د تاوتریخوالي یو بدیل او د ملي یووالي وسیله معرفي کړي، چې دا هم د ستاینې وړ اقدام دی. 

دا خو د فلم اصلي سوژه او مقصد و، مګر دا چې فلم جوړوونکی پخپل دې مقصد کې تر کومه حده کامیاب شوی، دا د بحث وړ موضوع ده. 

زما له نظره، په دې برخه کې تورباز فلم د تمې له کچې نه ډېر ټیټ دی. اوله کمزوري یې دا ده چې معلومیږي فلم جوړوونکي د افغانستان له داخلي حالاتو، فرهنګ، جامو، ژبې، او ځمکنیو حقایقو سره له ورایه خبر ندي. 

د پروډکشن له اړخه، د فلم ډیری برخه په قرغېزستان کې ډکه شوې، او په صحنو کې یې اکثره خلک یا په اصطلاح سیاهي لشکر، قرغېزان دي چې په بڼه او څهره کې له افغانانو توپیر لري. 

دویم د جامو په برخه کې د فلم کسټم ډیزاینرانو ډېره بې غوري کړې ده، او له طالبه نیولې تر ماشومانو او تر ښځو پورې یې په لوبغاړو داسې جامې اغوستي چې د افغانانو یا په افغانستان کې مروجې جامې نشي ګڼل کېدی. 

درېیم د صحنو آرایش یې هم خورا کمزوری دی. د قرغېزستان کورونه (له خارجي ډوله بامونو سره یې) د افغانستان په کومه برخه کې نشئ پیدا کولی. بل دا چې د فلم تقریبآ هره برخه کې یو نړېدلی دېوال او یا نړېدلې او سوځېدلې ودانۍ ښکارول کیږي، آن په هدیرې کې هم. دا کار یې ښایي سېمبولیکه بڼه ولري، مګر د بالیووډ د هغه عادت تکرار هم دی چې افغانستان هر وخت کنډ و کپر ښیي. 

مونږ او تاسو ته شاید دا کار ډېر د پام وړ ښکاره شي، مګر خارجیانو ته چې افغانستان یې نه وي لیدلی، یو فلم کولی شي د افغانستان په اړه یو کاذب او دایمي تصویر د هغو په ذهن کې ثبت کړي. 

د تمثیل له اړخه هم تورباز کې د سنجۍ دت اداکاري، د هغه پخواني برم او نوم ته په کتلو، دومره د ستاینې وړ نده. 

د کېسې د بیان له اړخه: فلم په اول یو ساعت کې کرار کرار مخ ته ځي او د تسلسل او یا جذابیت له اړخه لیدونکي ته د پام وړ نه دی. په دې سربېره، جزییاتو کې یې منطقي تشه لیدل کیږي چې د فلم د کیسې جذابیت نور هم راکموي. 

د مثال په توګه، د هند سفارت یو پخوانی کارکوونکی چې بیا افغانستان ته راځي، په آسانۍ سره او پرته له وېرې د طالبانو یو مشهور او مشر قوماندان ته ورځي او هغه یې هم له لږ څه وهلو ډبولو وروسته، بېرته ژوندی خوشې کوي او د "ښه نیت" قدر یې کوي. 

مګر آیا طالبان به رښتیا د هند د سفارت یو پخوانی کارکوونکی همداسې اېله کړي؟ بل دا چې هماغه مشهوره طالب قوماندان چې ناټو ځواکونه ورپسې ګرځي، او فلمونه او مرکې یې هم خپریږي، هغه پخپله کابل ښار ته له وسله والو سره راځي او د کرکټ د تماشې نه پس یې جنګیالي په خلکو او عسکرو حمله کوي! 

فلم جوړوونکي په داسې حال کې چې (فهمیده یا نفهمیده) لیدونکي ته طالبان زړور معرفي کوي، د فلم په بله برخه کې افغان پوځ د امریکایي عسکرو په وړاندې بزدله څرګندوي او ښیي چې د پوځ یو مشر د یو کلي په بمباري کولو کې امریکایي افسر ته د خولې انتقاد هم نشي کولی. داسې ځیني پېښې ممکن شوي وي، مګر په ټول پوځ باندې تعمیم کول یې او په فلم کې یې داسې ښودل لیدونکي ته ځانګړې معنا لرلی شي او ټول حقیقت نشي بیانولی.  

همداسې په فلم کې د اقلیتونو په وړاندې تبعیض ته هم اشاره شوې ده، تبعیض شته او سترګې نشي ورباندې پټېدای. مګر په دې شکل چې فلم کې یې څرګندونه شوې، د منلو نده. 

د ماشومانو ترمنځ، هغه هم په لوبو کې له یو ځانګړي قوم سره کرکه او نفرت ته انعکاس ورکول، بهرني لیدونکو ته د افغانستان په اړه یو کرغېړن انځور وړاندې کولی شي. مګر دا یې بیا مثبت اړخ دی چې ښودلې یې ده د ورزش له لارې په ټولنه کې تبعیض ورکېدلی شي او ځای یې مینه او اخوت نیولی شي. 

بله مهمه خبره دا چې په فلم کې بهرني ځواکونه او پخپله د افغان سپورټي چارواکي، د مهاجرو کمپونو ته د ترهګرو د ځالو په سترګه ګوري او زړه نه ښه کوي چې حتی دوی ته د لوبېدو موقع ورکړي. مګر حقایق دا دي چې د افغانستان کرکټ ته همدا د کمپونو مهاجرو سا ورکړه، په پښو یې ودراوه، او د کمپونو مهاجرو په وړاندې افغانستان کې د ترهګرۍ بدبیني نشته.

د فلم د پای ته رسېدو وروسته، فلم جوړوونکی د افغانستان په اړه لیکل شوي ښکلي پیغامونه ورکوي چې همدا څو کرښې، د فلم تر ډېرو برخو اثرناکه او خوندورې دي.

د ټولو کمزوریو سره سره، تورباز په یو ځل لیدو ارزي او ښه دا ده چې د افغانستان حالاتو ته د سینما لېنزونه رااوړي. د افغانستان خپله سینما بیخي کمزورې او په نشت کې حساب ده. د فلمي سوژو له اړخه په افغانستان کې ډېره پرېماني ده او د تورباز فلم د موضوع په شان، کیدای شي ډېرې عالي سوژې په کې وموندل شي. 

په دې هیله چې بهرني سینماګران نور هم د افغانستان په اړه فلمونه جوړ کړي، د افغانستان درد او کړاو نړېوالو ته انځور کړي، خو هیله ده چې کرار کرار دا انځورونه صیقل شي او قوي موضوعات، په قوي انداز سره منعکس کړای شي.