حج او اوقافو وزارت: د جماعت لمونځونه دې په ازاده فضا کې ترسره شي

حج او اوقافو وزارت: د جماعت لمونځونه دې په ازاده فضا کې ترسره شي


  • 5 مياشتي دمخه (12/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 224

د حج او اوقافو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دیني مدرسو او مسجدونو کې دې روغتیايي سپارښتنې عملي کړل شي. یاد وزارت وايي، چې کرونا ویروس انساني ټولنې ته زیان رسولی؛ نو د دیني عالمانو مسوولیت دی، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي او په یاده برخه کې خلکو ته توصیه وکړي. د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې درسي حلقې دې د حالت تر ښه کېدو پوري رخصت شي، د جماعت لمونځونه دې په ازاده فضا کې ترسره شي، د دستار بندۍ د مراسمو له جوړولو دې ډډه وشي او د جمعې لمونځونو کې دې ټولنیز واټن مراعت شي.

د حج او اوقافو وزارت په داسې مهال دا خبر داری ورکوي، چې په ټول افغانستان کې ښوونیز مرکزونه رخصت اعلان کړل شوي دي.