ننګرهار کې په یوه ورځ درې پولیس وژل شوي.

ننګرهار کې په یوه ورځ درې پولیس وژل شوي.


  • 9 مياشتي دمخه (16/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 335

ننګرهار کې په دوه جلا جلا پېښو کې درې پولیس ووژل شو.

ناپيژانده وسله والو نن ترغرمې وروسته دننګرهار ولایت جلال اباد ښار  د پنځمې ناحیې اړوند د نارنج باغ چوک تر څېرمه دوه پولیس د دندې پر مهال په ډزو وژلي او برید ګر په تیښته بریالي شوي.

بله پېښه بیا د یاد ولایت د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند د کابل هډې په سیمه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او برید کوونکي له سیمي تښتیدلې.

امنیتي مسؤلین بیا دواړه پیښې مني، خو وایي، د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.