عمران خان: دافغان جګړې حل یواځې دخبرو له لارې ممکن دی.

عمران خان: دافغان جګړې حل یواځې دخبرو له لارې ممکن دی.


  • 3 کاله دمخه (11/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1388

 

دپاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان کې روانه جګړه یواځې دخبرو له لارې دختمېدو وړ ده. عمران خان تېره ورځ دازبکستان دبهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره دلیدنې پرمهال ویلي، چې په افغانستان دسیاسي حل له روان بهیره ملاتړ کوي او په دې باور دی، چې جګړه یواځې دمذاکراتو او خبرو له لارې پای موندلی شي.

 

همداراز عمران خان زیاته کړې، چې له افغانستان سره دښو اړیکو غوښتونکی دی او ویلي یې دي، چې دافغانستان له لارې به ګوادر ته دازبکستان لاسرسی اسانه کړي.

 

عمران خان داهم ویلي، چې افغانستان ته دثبات په راتګ سره به دپاکستان او مرکزي اسیا ترمنځ سوداګري او ترانزیت پراختیا ومومي او سیمه به ورسره اقتصادي وده وکړي.

 

دپاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې افغان دولت پاکستان دافغان سولې په برخه کې په نه همکارۍ او دومخي چلند تورنوي.