پاکستان: افغانستان کې دې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدام وشي

پاکستان: افغانستان کې دې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدام وشي


  • 2 ورځي دمخه (11/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 109

پاکستان یو وار بیا له سرپرست حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري کنفرانس کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټن‌ځایونه د پاکستان لپاره ستره ننګونه ده.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان هیله لري چې سرپرست حکومت به دغه اندېښنې جدي وګڼي او په دې برخه کې به همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مالیزیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان لپاره اړین بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر رغېدو ټینګار کړی دی.

یاد پاکستان چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې سرپرست حکومت په وار، وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

د سرپرست حکومت چارواکي ټینګار کوي چې د داعش په ګډون ترهګرې ډلې په پاکستان کې فعال مرکزونه لري او له همدې مرکزونو په افغانستان کې بریدونه پلانوي.