ستاوریدیس: موږ په افغانستان کې ګڼې تېروتنې کړي

ستاوریدیس: موږ په افغانستان کې ګڼې تېروتنې کړي


  • 3 کاله دمخه (11/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1127

 

په ناټو کې د امریکا یو پخوانی نظامي چارواکی البحر جیمزستاورېدیس وايي دوی په افغانستان کې ګڼې تیروتنې کړې دي.

هغه وايي افغانستان ته لسګونه زره ځواکونو او میلیاردونه ډالر ولېږل شوی خو سمه کټه ترې وانه خیستل شوه.

ستاورېدیس چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ۲۰۱۳ پورې ناټو کې د متحدو ځواکونو عمومي قوماندان و په یوه لیکنه کې ويلي د افغانستان جګړه اوس هم ګټل کیدای شي خو ددغه کار لپاره باید په راتلونکي ګامونه په غور واخیستل شي.

جیمز ستاوریدیس «زما په باور افغانستان کې اوس هم بریالي کیدای شو. موږ نور دغه هیواد کې د ۱۵۰ زره ځواکونو حضور ته اړتیا نه لرو، خو که غواړ دغه اوږد، دردونکی او ګرانبیه ماموریت پای ته ورسوو، نو باید ډېر غور وکړو. دا باید له لومړۍ ورځې د جوبایډن دم لي امنیت شورا د ټیم دنده وي.»

دغه متقاعد امریکايي جنرال وايي طالبانو ته باید وښیو چې د ناټو د باور وړ شمیر ځواکونه افغانستان کې پاتې کېږي، چې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو ښه وړتیا لري.

هغه دغه راز افغانستان کې د یو شمیر پیاوړو ځانګړو ځواکونو په پاتې کېدو هم ټینګار لري.

جیمز ستاوریدیس «که غواړو خبرې ښې پر مخ یوسو، نو طالبانو ته باید وښیو چې د ناټو یو شمیر ځواکونه دلته پاتې کېږي. په دغو ځواکونو کې باید د ځمکنیو او هوايي عملیاتو لپاره ښه وړتیا موجوده وه.  ځانکړي ځواکونه، او استخباراتي حضور هم باید موجودوي. د دغه کار لپاره د ناټوي اوسني ۱۰ زره او د امریکا پاتې ۵ زره ځواکونه کفایت کوي.»

هغه د جوبایډن په ادارې غږ کوي چې دافغانستان په اړه په پام او غور ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ د روانې عیسوي میاشتې تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې ده.