بلخ کې د ښځینه فوټسال سیالۍ پیل شوې.

بلخ کې د ښځینه فوټسال سیالۍ پیل شوې.


  • 7 مياشتي دمخه (25/12/2020)
  • خالد سهار
  • 253

په بلخ ولایت کې د ښځینه فوټسال سیالۍ پیل شوې.

 

د بلخ ښځینه فوټسال سیالۍ د دې ولایت فوټسال ټیم ته د غوراوي په موخه په مزارشریف کې د امام خمیني جمنازیوم کې پیل شوې.

 

د ښځو د کمېټې مشره سویتا افغانۍ وایي، چې په دې سیالۍ کې ۸ ټیمونو برخه اخیستې ده، چې د څلورو ټیمونو دوه ډلې به پکې سیالي ترسره کوي.

 

مېرمن سویتا افغانۍ زیاتوي، چې دا سیالۍ په بلخ ولایت کې د ښځینه فوټسال کیفیت لوړولو او د دغه ولایت د فوټسال ټیم ته د لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره کېږي.

 

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د اسکیستان، شهید مزاری، مبارز، سادات، افغان، قهرمانان دهدادی، طلوع بلخ او بهار ټیمونه برخه لري.