برېټانیا له افغانستان سره د ۷۵ میلیونه پونډو مرسته اعلان وکړ

برېټانیا له افغانستان سره د ۷۵ میلیونه پونډو مرسته اعلان وکړ


  • 2 کاله دمخه (12/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1106

برېټانیا وایي، له افغانانو سره به د ۷۵ ملیویونو پونډو مرسته وکړي. 

د برېټانیا بهرنیو چارو وزیره لېز ټراس دغه مرسته د جي۷ هېوادونو په غونډه کې اعلان کړه.  

د مېرمن ټراس په خبره، دغه مرسته چې شااوخوا ۹۹ میلیون ډالر کېږي لږ تر لږه پر ۱.۸ میلیون افغانانو به ووېشل شي. 

د معلوماتو له‌مخې، چې په دې پیسو خوراکي توکي، درمل، سرپناه او د پاکو اوبو برابرول شامل دي. 

مېرمن ټراس زیاته کړې، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، خوړو نړیوال پروګرام، یونېسف، د کډوالو عالي شورا او ورته نورو خیریه بنسټونو له خوا په سږ ژمي کې په افغانستان کې ووېشل شي. 

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې که په را روان ژمي کې له افغانانو سره مرستې ونه شي لوی بشري ناورین به رامنځته شي.