مجیب الرحمن د انګلستان کورني کرکټ سیالیو لپاره د مډلسیکس لوبډلې له لوري واخیستل شو.

مجیب الرحمن د انګلستان کورني کرکټ سیالیو لپاره د مډلسیکس لوبډلې له لوري واخیستل شو.


  • 5 مياشتي دمخه (25/12/2020)
  • خالد سهار
  • 316

 

افغان لوبغاړی مجیب الرحمن د انګلستان د کورنیو سیالیو ویټالیټي بلاسټ مډلسیکس لوبډلې له لوري د راتلونکي ۲۰۲۱ کال سیالیو لپاره واخیستل شو.

 

د راپورونو له مخې، چې افغان لوبغاړی مجیب الرحمن د یادې لوبډلې سره د ۲۰۲۱ کال سیالیو کې لوبېږي.

 

دغه راز راپور زیاتوي، چې نوموړی په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم د یادې لوبډلې سره لوبېدلی دی، چې په ۱۰ ترسره کړیو لوبو کې ۷ لوبغاړي سوځولي وو.

 

باید یاده شي، چې مجیب الرحمن اوسمهال په بیګ باش سیالیو کې د بریسبین هيټ لوبډلې سره لوبېږي. همدارنکه نوموړی تېره ورځ د اماراتو په T10 لیګ کې د بنګله ټایګرز لوبډلې وپېره. هېره دې نه وي، چې دغه لیګ د جنورۍ په ۲۸مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.