افغانستان او عراق ته د سره صلیب د بودیجې کمیدل

افغانستان او عراق ته د سره صلیب د بودیجې کمیدل


  • 1 کال دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 409

 

سره صلیب نړیوالې کمیټې افغانستان او عراق لپاره د بودجې د کمیدو خبر ورکړی دی.

د دې کمیټې مشر، پيټر ماور ویلي چې د سره صلیب عملیاتي کارونه د کرونا ویروس د خپریدو له وجې په افغانستان او عراق کې د بودجې له کړکیچ سره مخ شوي دي.

ښاغلي پیټر پرون په بحرین کې د ستراتیژيکو  مطالعاتو موسسې کلنۍ ناسته کې ویلي چې سور صلیب اوس د بودجې کموالي سره مخ دی؛ داسې حال کې چې افغانستان او عراق کې هم بشردوستانه مرستو ته اړتیاوې زیاتې شوي دي.

دغې کمیټې ویلي د دې لپاره چې ۲۰۲۱ کال کې په جګړه ځپلو سیمو کې د خلکو لاسنیوی وکړي، ۲.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.