زلمي خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي

زلمي خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي


  • 7 مياشتي دمخه (13/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 216

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ترکیې له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې.

زلمی خلیلزاد تیره ورځ انقرې ته رسیدلی او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د افغان سولې په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

ترکیې ته د افغان سولې لپاره د امریکا  د ځانګړي استازي د سفر هدف د افغان سولې لپاره د سیمې هیوادونو د ملاتړ جلبولو هڅه بلل شوي دي.