جوجو ویل


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پاینده څرګند
  • 356

٫٫ زه خو  له لرګي نه یم جوړ چې په آسانۍ وسوځم، تر وروستۍ سا پورې جنګیږم٬٬
- نه جوجو... له ځان سره لوبې مه کوه ...  دغو ظالمانو ته موږ او تاسو بڼکې هم نه یو، کومه ورځ به ټس درنه پورته کړي، څوک دې ولاکه پوښتنه هم وکړي، روحاني دې وکوت؟
٫٫ پیره ! (د شهیدجوجو ځانګړې عادتي کلمه) هره ورځ  لکه د جګړې په ډګر کې چې یم، جنګیږم او له ګواښونو سره لوبې کوم.  دې لعنتي زندان نا حقه  د ژوند ټولې دروازې را باندې وتړلې،  خو زه  هم په دومره  آسانه  ماته نه منم٬٬
- هلکه !  زد مه کوه، دا د هوښیارې مبارزې لار نه ده، موږ بیچاره ګان چې زد کوو خپل ځان  څیرو او بس، پر دښمنانو  مو هیڅ  اغیز نه کوي. که ته غواړې سمه مبارزه وکړې  ځان هغې ورځې ته ژوندی وساته چې له  قدرت اوپوهې څخه جوړه توره دې په لاس کې وي. دا سپیره خاوره  ستا په شان له احساس او هوډه ډکو ځوانانو ته  اړتیا لري. ځان مه  ضایع کوه.
٫٫ نو زه څه وکړم پیره، په دې هیواد کې دې اړباسي چې یا طالب شي، یا پیسې او ځواک ولرې او یا همدلته ... مړ شي ..٬٬

ډیره هڅه مې  وکړه چې که  وکړای شم  یوه بل باهمته،هسک غاړي او لکه څلي  ولاړ، همکار او ملګري ته د ده د هوډونو او مینې تر څنګ، دځان ساتلو فرض ور په زړه کړم، خووخت ډیر لنډ وه.
 
فقط څو ورځې وړاندې له شهادته مې له  ځوانیمرګ، ډنګرکي او غټ سترګي جاویداحمد جوجو سره له تماس وروسته پورتنۍ کرښې ترلاسه کړې. په کلمو کې یې له  ورایه درد،ځورونې، ده ته سپکاوي، ناهیلېتوب او له ژونده  نور په تنګ راتلو، غږونه کول.

جوجو جوړ لکه د خوځښت،کار،ځوانۍ،هوډ،احساس او مبارزې بڅرکی وه. په غږیدا او کلموکې یې د مبارزې تورې کړنګیدې.  د احساساتي خبرو پرمهال،دواړه ډنګر لاسونه چې به یې یوله بله سره ووهل تا به ویل چې اور ترې بادیږي. په خولې کې یې پاکو او صادقانه  خبرو ځاله کړې وه.
یا به نه غږیده،  یا به له زړه غږیده.

سختې لوبې ورسره وشوې،ویې غوښتل چې احساسات يې په  واوره کې کنګل کړي،په تیارو کې یې تورې کړي،د رڼا او لمر له وړانګو يې پټې کړي او په  بیخوبۍ یې زندۍ کړي،خودی، لکه ونه په خپل مکان ولاړ  وه، ونه ښوریده، له خپلې خبرې او هوډه را ستون نه شو. دخپلو دښمنانو زړونه یې ور وچول.

دا عاطفي جنایت دی، نه بخښونکی دی، خدای به یې پوښتنه وکړي چې ولې مو د خدای او هیوادنۍ مینې دلارې بې کسه مسافر وواژه.

 له ټولو ملګرو سره به یې هغه پخواني برېښنالیکونه وي چې په پای کې به يې لیکلي وه.
 “Be alert and vigilant” چمتو‌/خوځنده /هوښیار اوسئ
ما یوه ورځ ترې وپوښتل چې دا په کوم مفهوم کاروې؟ ویې ویل چې ٫٫ پیره ! زموږ او تاسوکار خو له رښتیا سره دی او رښتیا هم ځان ته دښمنان لري نو دوطن اوخپل کار په وړاندې توطعو ته هوښیار اوسئ.٬٬
په څومره ساده ګۍ او لنډو کې یې یوه دنیا معنا او د خپل ځان او نورو همکارانو برخلیک په دوه کرښو کې را ونغاړه.  څومره د آند لوړوالی او سپیځلې موخې ته د رسیدو له پاره پوخوالی په کې نغښتی دی. 
 جاوید احمد خپله مبارزه د قلم په څوکه  دکرغیړنو کړو او خیانت په  وړاندې کوله، له جفا سره یې مبارزه کوله،له خاین او جفاکار سره یې شخصي دښمنې نه درلوده.  
خوخاینانو او دښمنانو یې  نور زغم نه درولود. فکر یې وکړ چې په ګواښولوبه په شا شي، د خبرو ژبه به يې پڅه کړي، خو دی لکه پر سکروټو ایښی فولاد، لکه د جګړې باتور اتل د حق او باطل ډګر ته وووت. د قلم د څوکې چړې یې تیرې کړې او شعار يې پر دې بدل شو.
“If you know your enemy and know yourself, your victory will not stand in DOUBT”
 ٫٫که ته خپل دښمن او ځان پیژنې،په بري کې دې شک نشته٬٬.

جاوید د بري په ګټلو کې شک نه درلود، خو په دې یې هم ایمان درلود چې دا بری به يې په ژوندوني په نصیب نشي. پر دې پوهیده چې دغه ډول بري یواځې د لحد په ډبره لیکل کیږي او د کورنۍ، څو ملګرو  او مرګ ته په نوبت کې ولاړو دهمکارانو په زړه داغل کیږي،بس.

دا زه نه وایم، دا دی په خپله وایي،لکه هر بل شهید چې له  شهادته وړاندې له مور څخه کلکه د خدای پاماني اخلي، په تلوتلوکې د سترګو له کونجه  یو وار شاته ګوري او وروستۍ خبره یې نیمګړې پاتې کیږي.

ماته یې له سترګو پټولو څو ورځې وړاندې لیکلي وه.
“Now a day life is very hard, trouble every where, lets see what happen, I don’t know what I will be, but all the time my name will exist, whether any side, bro just pray,”   
٫٫نن سبا ژوند ډیر ګران دی، هر خوا ستونزه، ګورو به چې څه کیږي، زه نه پوهیږم چې پر ما به څه کیږي، خو زما نوم به تل پاتې  وي، که په هره خوا وي، وروره یواځې دعا کوه،٬٬

پیره! ته داسې مقام ته ورسیدې چې زموږ دعا ته اړتیا نه لرې. د خدای خاص میلمه شوې او د دعا د منلو دربار ته رویدار شوې.  شهادت دې مبارک شه.

له ډیرې مودې مې روحاني نه دی لیدلی، په خوب کې نه راځي. ډیرې ورځې شولې.  په  تمه تمه  مې سترګو لارې وکړې.
که تا ته په سپینو جنتي جامو کې په مخه  درغی او په موسکۍ خوله یې وویل ٫٫خانه ښه یې؟٬٬   پسې ورشې، له  نري لاسه یې ټینګ را ونیسې، نقشبندي ته هم ووایه چې خپل سر په لاس کې ونیسي،
درې واړه خدای ته په ګونډو شئ او د شهادت د وینو په درناوي ترې وغواړئ چې  موږ د دغو ځواکمنو ګیدړانو له منګولو وژغوري، د دې غریبې خاورې او یتیمو بچیانو د دښمنانو د کبر او قدرت  ماڼۍ  ړنګې کړي.....  آمین ...