لغمان کې داسحاق ننګیال په نوم پارک ونومول شو.

لغمان کې داسحاق ننګیال په نوم پارک ونومول شو.


  • 1 کال دمخه (16/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 401

 

د لغمان مرکز مهترلام بابا په دښته کې د پنځه نيم ميليونو افغانيو په ارزښت د يو تفريحي پارک افتتاح وشوه.

ياد پارک، چې څه باندې اته جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى، تیره ورځ د مهترلام ښاروال انجنير نظيف الله الکوزي لخوا افتتاح او د ارواښاد محمد اسحق ننګيال په نوم ونومول شو.

د دغه پارک يو شمېر کارونه د ژمي د راتګ له امله ځنډول شوي، چې نږدې راتلونکي کې به تمام شي.

ننګیال د پښتو ژبې او ادب په برخه کې دافغانستان له نوم وتو شاعرانو څخه وه،چې له نن ۲۲ کاله وړاندې وفات شوی او مقبره یې اوس په لغمان مرکز بصرام سیمه کې ده.