په خوست کې د موټر بم بريد له امله ٢ تنه وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.

په خوست کې د موټر بم بريد له امله ٢ تنه وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.


  • 3 کاله دمخه (27/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1496

نن سهار شپږ بجې په خوست ولايت کې د ځانګړو پوليسو پر يوه مرکز د موټر بم بريد له امله دوه تنه وژل شوي او ٢٣ تنه نور ټپيان شوي دي، ويل کېږي، چې په دغو ټپيانو کې ٩ تنه ملکيان او ١٤ تنه نظاميان شامل دي.

د کورنيو چارو وزارت زياتوي، چې ممکن د مړو او ټپيانو دغه شمېر بدلون ومومي.