نامعلومو وسله والو کابل کې یو څارنوال وواژه

نامعلومو وسله والو کابل کې یو څارنوال وواژه


  • 6 مياشتي دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 263

 

نا معلومو وسله والو د یکشنبه سهار په کابل ښار کې یو څارنوال وژلی دی.

امنیتي مسوولان وایي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند، کارته نو سیمه کې د حبیب الله په نوم یو څارنوال، چې دندې ته روان و د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
چارواکي وایي، د دې پېښې په تړاو څیړنې پیل شوې دي.

د دې برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو وختونو کې کابل کې امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی دی.