طالبانو د فاریاب په المار ولسوالۍ برید کړی

طالبانو د فاریاب په المار ولسوالۍ برید کړی


  • 8 مياشتي دمخه (10/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 356

 

ولسوالو طالبانو د فاریاب په المار ولسوالۍ برید کړی.

فاریاب کې ولسوالو طالبانو ددغه ولایت په المار ولسوالۍ ځانمرګی او ډله ییز برید کړی. دالمار ولسوالۍ د ځایي چاروکو په خبره طالبانو د امنیه قومندانۍ په دروازه کې له هاموي موټر څخه په استفادې موټر بم برید کړی او وووسته برید ګر د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق هم یاده پېښه تایدوي، د نوموړي په خبره جګړه تر سهاره شوې او په یاده پېښه کې ۴ پولیس وژل شوي، ۱۲ نور ټپیان دي او همداشان ۸ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د فاریاب په المار ولسوالۍ برید په داسې حال کې کیږي، چې د  هېواد په بیلابیلو برخو کې د جګړو د شدت له کبله تېره ورځ ولسې جرګې هم اندېښنه ښودلې وه او امنیتي ارګانونه یې په یاده برخه کې ګرم بللي وه.