هلمند کې د هوایي ځواک په برید کې درې ماین اېښودونکي ووژل.

هلمند کې د هوایي ځواک په برید کې درې ماین اېښودونکي ووژل.


  • 4 مياشتي دمخه (24/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 214

هلمند ولایت کې د افغان هوایي ځواک په یو برید کې د وسله‌والو طالبانو درې ماین اېښودونکي وژل شوي دي. 

د ملي دفاع وزارت څخه په خپرو شویو مالوماتو کې راغلي، چې نن سهار وسله‌والو طالبانو غوښتل د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ملکي او پوځي ځواکونو د وژلو په موخه ماینونه ځای پرځای کړي. 

د سرچینې په وینا، چې د یاد هوایي برید پر مهال درې طالب ماین اېښودونکي وژل شوي او همداراز زیات شمېر وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي. 

د دغه وزارت د یو بل خبر له‌مخې، چې غزني کې څلور وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۲ تنه ونیول شول. 

سرچینه کې وړاندې ویل شوي، چې نن سهار افغان کومانډو ځواکونو د دې ولایت د ده یک او قره باغ ولسوالیو اړوندو سېمو کې عملیات تر سره کړي، چې ترڅ کې یې یاد شمېر وسله‌وال طالبان وژل شوي او او نیول شوي. 

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو میاشتو کې د لغمان په ګډون د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان حکومت او طالب جنکیالیو ترمنځ جګړو شدت اخیستی، چې په پایله کې یې یو شمېر د افغان حکومت امنیتي پوستې هم سقوط شوې دي. 

د دې ترڅنګ په روانو نښتو کې د دواړو لوریو سربېره ملکیانو ته هم درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي.