دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې بېړنۍ غونډه ترسره شوه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدامین بسمل
  • 1013

لکه  څنګه  چې دګران افغانستان  دلوټ  اوتالان لپاره بېړنۍ منډې رامنډې  دوام لري همداسې موږ بهر مېشتي  افغانان  هم  دخپل وجداني او ایماني مسؤلیت له مخې بېړنۍ غونډې کوو،د سر په بیه  ولسونه  خبروو، ذهنونه  روښانه وو ترڅوخپل ولس  هوښیاراوبیداروساتو د دې  ترڅنګ له نړیوالوغاصبینوڅخه  خپل مسلم حق  غواړو  ځکه خومو نن  وروسته  له  ماسپښینه  د دریو ګېنټو لپاره   د یوې  بېړنۍ غونډې   په  ترځ  کې  د هېواد  په  روانو ورځنیوناخوالو، دغلیم  په مکر، رنګارنګ  توطیو،دیوشمېر ګمارل  شوواو پلورل  شوو عناصرو  بزدلانه  کړنې تر بحث لاندې ونیوې اخېر په لاندې   فیصلو باندې سلا شوو:
۱ــ موږ به  په  هیڅ  حال دخپل ګران  هېواد اوولس  په  اړوند  له  خپل همېشني دریځ  څخه وا نه وړو.
۲ ــ موږ  به  د ګران  افغانستان  له  مادي  او معنوي  شتمنیو څخه  دخپلو سرونو  په بیه ننګه وکړو .
۳ــ  د افغانستان  ټولې  شتمنۍ  یوازې  په  افغان ولس پورې اړه لري  ځکه خو باید وروڼه قومونه دې ته وهڅوو چې  په ګډه دملي یوالي او وروري په فضأ کې له خپلو شتمنیو څخه  ساتنه وکړي ترڅوخپل کړېدلی هېواد بسیا کړای شو.
۴ ــ لکه څنګه چې د بایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې  په استازیتوب  مامحمدامین بسمل دجون په۱۷ مه نېټه په آزادي  رادیو کې دګران  افغانستان  دطبعي زېرمو په اړوند اندېښنه وښوده  داځل په مخامخ ډول د کابل له تش په نامه او  بې وسه ادارې  څخه  جدي غوښتنه کووچې نورنودهېواد په سرنوشت لوبې ونه کړي  کم له کمه دې  دکانونو ماشوم ګوټی وزیرګی له بهرنیو سفرونو څخه  راوګرزوي  دا ځکه چې  په اوسني کړکېچن حالت کې زموږ ترځمکې لاندې طبعي زېرمې مزایدې  ته وړاندي کول یو ملي خیانت  ګڼو او بس .
۵ ــ موږ دپردیسو افغانانوپه  حیث له افغان  مقاومت  څخه هم جدي  غوښتنه کوو چې دهر ناروا تړون په وړاندې خپل رسمي دریځ  داعلامیو په ذریعه افغان ولس ته وړاندې  اوله افغان ملي شتمنیو څخه په کلکه  ننګه وکړي .
۶ ــ موږ په افغانستان کې دجغرافعوي ،عیني  شرایطواوتوکمیز ماحول له مخې دپارلماني نظام مخالفت کوو ، والیانو ته  دزیاتوصلاحیتونو مخالف  یو،  موږ  د یو رښتیني  ریاستي نظام غوښتونکي یو  تر څو زموږ دهېواد ملي شتمني  له  لوټ او تالان  څخه  په امن وي .
۷ ــ موږ  د تاریخي کندهار  را روان عملیات  وار  د مخه  محکوموو ،  دا یوه  داسې عام  وژنه (ژنوساید)ګڼو چې   جبران  به  یې ښکېلاکګر او ورسره یو ځای نور اشغالګر  راکوي  .
۸ ــ  موږ  له  ټولوګرانوهېواد پالوویبپاڼو، ویبلاګ  او نورو  ټولو رسنیو چلوونکو څخه  په  کلکه  هیله  کوو  چې ورلېږل  شوي مطالب او لیکنې لمړی  په  ځیر سره  له  نظره تېرې بیا یې خپري کړي .

یادونـــــــــــــــــــــــــه :
یولعنتي  او افغان   دښمن  عنصر  زموږ  خبرتیا د ټول افغان او روهي  ویبپاڼو  ته  زما محمدامین  بســمل  په  نوم ورلېږلې وه ، هلته یې  په  ډېره بې  شرمي  سره  د رباب  اوکباب  تر څنګ  د شرابو کلیمه هم  لیکلې  وه  پرون  چې زموږ خواخوږو له  کویټې، پېښور ، ننګرهار، کندهار،  پکتیا، کابل او نورو ځایونو څخه  خبر راکړ نو مو دټول افغان  او روهي  ویبپاڼوقدرمنو چلوونکو ته  شکایت وکړ هغوی دالیکنه  سمه کړه اوس  ددې په لټه کې دي چې دا دلستوڼي مار پیداکړي   ځکه چې زموږ ملګري یې خورا په غوسه کړي دي  دا افغان دښمن که یو دی خو زموږ  د کولتوري ټولنې  په لسګونو افغانان یې زخمي کړل  دابه هریودخپل شخصیت داعادې  حساب اوکتاب ورسره وکړي  ځکه  مو خپله نوبتي غونډه را مخ  ته  او په دې  ترځ کې موهم له خپل ځان څخه دفاع  وکړه او هم مود خپلو ملي ګټو او ملي ارمانونو شمعې  یو ځل بیا روښانه او ستاسو درنو افغانانو حجرو ته  دروړې  .
باید زیاته کړو چې دټول افغان مسؤل او پیاوړي خدمتګار چلوونکي ښاغلي شېرزاد کامه  وال  جدي  پلټنه پیل کړې  ترڅوداجعلکارپیداکړي چې بیاکوم  بل پلورل شوی  اولعنتي  دګران افغان ولس  په مینځ کې داسې توطیه ونه کړي همداراز د روهي ویبپاڼي چلوونکی ښاغلی  ډاکترویال  هم  په  دې لټه  کې دی چې دا غدار پیدا کړي له  دوی  څخه  مننه کوو او لا ډېره مننه  خو له  هغو خواخوږو لر ابرو افغانانو څخه کوو چې دتیلیفونونو او ایمیلونو په وسیله یې  پرون موږ له  دې جعل څخه خبر کړو او  دا  ډاډ یې هم  راکړ چې  له واره په دې جعل پوه شوي وو چې  دا د  دښمن دسیسه  ده که نه  چېرې بایرن مېشتي افغانان او چېرې دومره غیرمسؤلانه لیکنې ؟
دا باید هم  زیاته کړو چې  موږ ته  تر اوسه  پورې  ځینې داسې مدارک په لاس راغلي چې  په  یوه تن پورې اړه لري کله  چې یوڅه نورمدارک  هم لاس ته  راوړو بیا به دا مکار او غداردیوې  حقوقي محاکمې په  رسۍ وتړو له خیره سره اوس که  هرڅومره  له  بدلو ایمیلونو څخه کار اخلي وادېخلي  اخېر به  په  لاس  راشي  .
په پای کې  ټولودرنو لوستونکو او  زموږ  ټولو خواخوږو ملګرو  ته  دزړه له تله مباره کي وایو چې په جرمني کې دپردیسوبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنې دهېواد په دننه او بهر کې دومره محبوبیت پیدا کړی چې په نیمه  شپه  هم  له  لر اوبر څخه  ورسره خواخوږي او ملګرتیا ښووله کیږي دا په  دې ما نا چې  دلوی خدای (ج)  په  فضل سره  دغلیم کاړتوسو پخپله دغلیم کوپړۍ سوړې سوړې کړه .
له عزتمنو لوستونکو څخه یوه جدي هیله :
که  په راتلونکي کې  بیاهم  دې پلورل  شوي ګوډاګي زموږ  د ټولنې او یا زما په  نوم  کوم  داسې  ناوړه څه ولیکل چې  هغه  زموږ له  درانه  افغاني  دود او دوستورسره په ټکر کې  وي   دمهرباني له مخې په لاندې ایمیل پته خبر راکړئ  :
    a.c.besmel@hotmail.de
                                       په جرمني کې  دبایرن  مېشتو افغانانوکولتوري ټولنه