حيدرآباد،  بنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبې ته لار ومونده.

حيدرآباد، بنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبې ته لار ومونده.


  • 8 مياشتي دمخه (06/11/2020)
  • انوش ننګیال
  • 516

د اى پي اېل په پلې اف لوبه کې سنرايزرس حيدراباد لوبډلې رويال چېلېنجرز بنګلور لوبډلې ته په ٦ وېکټو ماته ورکړه.

دغې لوبه کې پچه حيدراباد وګټله او سياله لوبډله يې توپ وهنې ته راوبلله، بنګلور لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو حيدراباد لوبډلې ته د ١٣٢ منډو هدف وټاکه.

حيدراباد لوبډلې ياد هدف پوره کړ او نيمه پايلوبې ته يې لاره ومونده.

دې سره بنګلور لوبډله لرې شوه خو حيدراباد به بل سبا (يکشنبه) د ډهلي پر وړاندې سيالي کوي او هلته به ګټونکې لوبډله پايلوبې ته لار پيدا کوي.