کندهار کې هوايي  برید کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ووژل شول

کندهار کې هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ووژل شول


  • 9 مياشتي دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 346

 

کندهار ولایت کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ټول ۱۱غړي وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي، تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند، ده سبز سیمه کې پر یو کور هوایي برید شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ټول غړي چې ۱۱ کسان کیږی وژل شوي دي.

له دې پېښې وروسته ځایي خلکو غوښتل چې د وژل شویو کسانو جنازې د ولایت مخې ته د اعتراض په ډول راوړي، خو پولیسو یې مخه ونیوله او هغوی یې ولایت ته نږدې پرې نښودل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په روانه جګړه کې یوازې عام افغانان وژل کیږي اوعامه تاسیسات ورانیږی، نو اړتیا ده چې د جګړې ښکېل لوري روانه جګړه، چې ګټې یې پردیو ته رسیږي پای ته ورسوي.