بې مروته او عیاش پتیال

بې مروته او عیاش پتیال


  • 10 مياشتي دمخه (02/11/2020)
  • محمد یار یار
  • 380

د پتیال شپږم تلین

عبدالقدیم پتیال د ۱۳۹۳ کال، د عقرب پر یوولسمه، ماځیګر، د کندهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په صنف کې استاد ته ناست وو چې د همدغه درس، زدکړې او علم د حصول په ګناه، د پوهې، فکر، فرهنګ او وطن دوښمن، د ځوانۍ پر ښاخ چپه کړ.

طالبانو په ویاړ سره د دغه بې آزار لیکوال خون پر غاړه واخیست؛ دا قتل یې، د خپل فی سبیل الله جهاد په سلسله کې، خپله لویه بریا او د خدایتعالی بې چون و چرا رضا وګڼله؛ نه یوازې دا، بلکې د خپلې اعلامیې په ترڅ کې یې، ټولو هغو زلمیو فرهنګي ظرفیتو ته هم، د ورته ترور پیغام ور کړ چې د پتیال غوندې، د وطن په عشق کې، د علم و فرهنګ پر لار روان وي.

طالبانو، طبعن چې له پاکستاني سنګره، زموږ د دغه ځوان شاعر د وژلو دلیل، دوه ټکي یاد کړل؛ یو داچې هغه "بې مروته" او دوهم هم، "عیاش" وو.

افغان ولس، زموږ راتلونکي نسلونه او تاریخ به، له طالبانو سره د انساني ارزښتو، بشري حقونو او نړیوالو منل شوو حقوقي معیارو پر اساس حساب و نه کړي، ځکه د طالباني تحجر لپاره دا ارزښتونه، نه یوازې بې مانا دي، بلکې که د طالباني پدیدې پر وجودي منطق باندې فکر وشي، نو دوی اصلن د همدغو انساني مفاهیمو و ارزښتو پر ضد را لټېدلي او وجود یې موندلی دی، خو زموږ ملت به، طالبان د هماغه دین او شریعت پر بنسټ، خامخا د محاسبې پنجرې ته را کشوي چې دوی یې ځانونه یوازني ساتونکي ګڼي او دا جواب به خامخا ځنې غواړي چې تاسو د کوم دیني جواز په درلودو سره، د دمره لوی جنایت مرتکب شوئ؟ او آیا په هغه دین کې چې تاسو یې د ساتنې دعوه کوئ، تر شرک را وروسته، تر ګردو لویه ګناه د یوه انسان ناحقه قتل نه دی؟

اول خو دې حقیقت ته توجه په کار ده چې د دین ساتنه اصلن د بنده نه، بلکې الله تعالی کار دی، ځکه په دې باب به بل الهي صراحت څه وي چې فرمایي:

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَ إِنَّا لَهُ لَحافِظُونَ.

آیه ۹- سورةالحجر

ژباړه:

په تحقیق سره چې موږ قرآن نازل کړی دی او بېشکه چې موږ یې ساتونکي یو.

تاسو وګورئ!

کله چې پرون مجاهد او نن طالب د دغه دین د ساتنې په الهي دعوه خوله پورې کړې، نو دوی ځکه فرعونان بلل کېدای شي چې پرون مجاهدینو د فی سبیل الله جهاد په ادعا سره فجایع او جنایات خلق کړل چې دین یې نه یوازې و نه شوای ساتلای، ویې نه شوای ګټلای بلکې هغه یې بایلود؛ دا چې څنګه؟ وروسته یې درته وایم؛ دوی د دین ساتنې په دین- ضد اصطلاح سره، د خپل جهاد په نتیجه کې، له یوې خوا افغانستان کنډواله کړ ؛ بل پلو یې افغانان د "شهید پرور ملت" په خونړي لقب سره تباه و برباد کړل، دوی مرګ په ارزښت بدل کړ،  "شهید پرور" مانا شهادت ته پرورښت، یانې کش ور کول! مانا دا چې څومره ډېر وژل کیږو، څومره ډېر یوبل وژنو نو هغومره مو د "شهید پرورۍ" خونین هدف تحقق مومي؛ تاسو دغې بدمرغې دعا ته پام وکړئ! کله چې مو پتیال غوندې یوې ځوانۍ ته، د قتل بلا خوله ور اچوي نو په غیر شعوري توګه دعا کوو چې خدای دې یې شهادت قبول کړي! یانې دا ښه کار وشو، له ده سره نېکې وشوه چې شهید کړه شو، دا قتل د شهادت په نوم یو عبادت وو، ځکه دا معمول دی چې تر عبادت وروسته، د هغه د قبلېدو دعا کیږي! موږ د همدغسې انسانخور عادت او وینلړلي عبادت په نتیجه کې، مسلمانان په ټوله دنیا کې په شرمو و شرمول؛ تر داسې بریده چې د "فَاقْتُلُوا" په دستاوېز سره چې دا اصلن د مشرکینو او متجاوزینو په وړاندې الهي امر دی، خو مجاهدینو په خپل منځ کې، یوبل د الله اکبر په نارو سره قتل کړل؛ آیا دا همدا پرون، زموږ و ستاسو هر یوه په مخ کې، د اوو او اتو اسلامي تنظیمو تر منځ، د خونړیو جنګي جنایاتو داستان نه دی چې پر همدغو دیني نصوصو په تمسک سره یې، پر یو بل جهادونه اعلانول؟ او د طالباني پدیدې ظهور ته یې د نړۍ، بالخصوص پاکستاني استخباراتو د یوې نوي افغانستان بربادوونکي پروژې په توګه، زمینه برابره کړه؟ 

طالبانو پر ۱۳۷۵ کال، د پتیال په کور (کندهار) کې، د ۱۵۰۰ جیدو علماؤ د څو ورځنۍ جلسې په نتیجه کې، پر مجاهدینو د جهاد فتوا وایسته؛ دا نو داسې فتوا نه وه او نه باید داسې وګڼل شي چې یوازې همدغه وخت چې مجاهدین په شر و فساد بدل شوي ول، ضرور شوه، بلکې دا اصلن باید د ټول هغه جهاد و مجاهدینو پر ضد فتوا اوسي چې له ۱۳۵۲ کال څخه یې، د داؤدخان د مشروع حکومت او افغانستان د تیار نظام پر ضد بغاوت وکړ، ولاړل د ذوالفقار علي بوټو تر تتۍ لاندې یې پنا واخیسته او هلته د افغانستان، افغان ولس او ملي ارزښتو پر ضد وروزل شول؛ بیا د خلق دموکراتیک ګوند واکمنې ور ته لاښه بهانه شوه او له شوروي یرغل سره نو له خلکو څخه د دغو مجاهدینو د غلامۍ، فساد او افغان دوښمنۍ ماهیت بیخې هېر او د مقدسو فرشتو په صفت ور وپېژندل شول خو د دوی اصلي فاسد، خاینانه او جنایتکارانه ماهیت خلکو ته هغه مهال ښکاره شو چې د اسلامي حکومت په جوړولو سره یې، د افغانستان پر ناموس، شرف او مادي و مانیزه هستې چپه و راسته غوبلونه شروع کړل؛ دا به سخته علمي اشتباه وي که مجاهدین تر واکمنۍ پر وړاندې او وروسته پړاوو ووېشو، تر اقتدار مخکې پړاو یې برحق او وروسته یې ناحق وګڼو؛ حتا تر حاکمیت وړاندې مرحله یې ځکه لا باید مردوده وګڼل شي چې هلته مخامخ د پاکستان، ایران، امریکا، بهودو، نصاراوو او مجموع کې غرب و کفر په مټ، ټونګ او ګټه جنګېدل او دا جنګ یې، د سیمییز او نړیوال استعمار له خونړۍ اشتها سره سم،، د یوه جوړ، جمهوري نظام لرونکي او پرمختلونکي افغانستان پر ضد پیل کړی وو؛ زما دا ادعا که هغه مهال له کفر سره مترادفه ګڼل کېدای شوه، اما اوس مو ټول ولس ته تر صفا په صفا حقیقت ثابته ده.

سوخت او فاجعه خو لا دا، هغه پاکستان چې له مجاهدینو یې سوچه د خدای سپېڅلي استازي جوړ کړي ول، چې خپل کار یې ځنې واخیست او د مستعمل تشناب کاغذ غوندې یې ایسته وغورځول نو بیاهم، د همدې پاکستان له خوا، د طالب په شکل، یوه بله لا مقدسترینه(!) دیني پدیده خلق شوه؛ دا یې بیا دومره د دین مینه ثابته کړه چې مجاهد خو د کافر کمونیست او یرغلګر شوروي پر ضد د جهاد فتوا ایستې وه، طالب د نر بچي، د همدغه پروني قهرمان مجاهد پر ضد د جهاد فتوا خپره او تر ننه یې، پر همدغه فتوا په اتکا سره، د مجاهدینو او افغان ولس پر ضد، هغسې د ببان له توانه وتې خشنې چارې وکړې، لایې هم روانې کړي چې په پایله کې تر مجاهدینو هم څو ګامه مخته ولاړل؛ د دوی لوی ابتکارات پر مساجدو، لمونځ کوونکو، ودو، جنازو،  تعلیمي مرکزو، دیني عالمانو، ښځو، کوشنیانو، ګڼو بازارو، لنډه داچې د ولس پر غم و ښادۍ انتحاري او موټربم بریدونه دي؛ دا هغه اعمال دي چې په اسلام کې ورته د اشارې مشروعیت هم نشته؛ په دې توګه یې، اسلام په نړۍ کې د تروریستي دین او مسلمانان په تروریستانو معرفي کړل؛ دلته ویلای شم چې طالب د مجاهد آپډېټ شکل او د هغه د جهاد تسلسل دی او دا پروژه به، د داعش په لا نوي ورژن سره پسې غځول کیږي.

 که د طالب د اسلام- ضد جنګ و فعالیت اړوند، بل هیڅ دلیل و ثبوت هم و نه لرو او یوازې د اسلام په نوم، د ادیب پتیال د ترور پېښه را ټینګه کړو نو کفایت کوي چې طالباني تفکر ورباندې مردود او د ټولو ملي، نړیوالو او اسلامي ارزښتو ضد ثابت کړو؛ همدلته، زه د حقایقو د روښانتیا په موخه، له طالب څخه یو څو ډېرې ساده پوښتنې کوم چې دا او دې ته ورته نور زرګونه ځنځیریي قتلونه، دوی د آیت و حدیث په کوم استناد سره توجیه کولای شي؟ او دوی دې مهرباني وکړي، د حضرت محمد (ص) د ژوند یوه نمونه دې را وښیي چې هغه مبارک، یو مسلمان کلیمه ویونکی خو پرېږده، آن په کوم مشرک او منافق پسې دې یې کوم صحابي استولی وي چې ته ور شه ترور یې کړه؟ حتا که په ښکاره فسق و کفر کې ښکېل هم وي، لایې دا کار نه دی کړی، دا خو لا پرېږده چې تنکی زلمی دې په کومه مدرسه کې په درس یا زدکړه بوخت وي! او بیا دې د "بې مروته" په پوچ اتهام او "عیاش" په تش تور سره ترور شي!

 آیا فکر نه کوئ، که زموږ دغه مدبر پیغمبر (ص) خپل دین ته، د دغسې ترور، افراطیت او خشونت په میتود سره دعوت و تبلیغ کولای، نو دا دین به د ده تر محدود محیط دباندې وتلی نه وای او د ده له رحلت سره به یې دین هم محوه شوی وای؟ موږ باید پوه شو چې طالبانو د کوم دین د ساتنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی؟

بل دا چې د اسلامي شریعت په کوم ځای کې راغلي چې یوه ډله مسلمانان چې نه یې د واکمنۍ جغرافیه مشخصه وي چې څومره مشخصه وي نو هغه دې هم د پاکستان غوندې یوه فاسد نظام تر چتر لاندې، پردۍ او دوښمنه جغرافیه وي، نه یې مشر چاته مالوم وي، نه یې د واکمنۍ حد و حدود څرګند وي، نه رسمي او ثابت محاکم ولري، نه یې د عام ولس یا د هغه د واقعي استازو بیعت تر لاسه کړی وي او..... نو هغه دې آن په یوه ساده مسئله کې هم قضاوت وکړای شي؟ دا خو لا لیري پرېږده چې څرګند د طیبې کلیمې ویونکي او د اسلامي شعایرو پر ځای کوونکي مسلمانان دې، د دین د صربح احکامو خلاف ووژني!

 حیرانوونکې لا داچې مکتب و پوهنتون خو به د کفر ځالې ور سره ومنو، د دې توجیه، روایت او فتوا له کومو نصوصو اخیستلای شي چې په مساجدو کې انتحاري بریدونه وکړي؟ منابر دې په ماینونو والوزوي؟ پر لمانځه ولاړ لمونځ کوونکي دې له یوه مخه قتل عام کړي؟ په دغسې دین ضد کړنو سره، د نورو ادیانو پیروان چې له اسلامه شناخت نه لري، که اسلام ته د ترهګرۍ دین په سترګه و نه ګوري، نو څه فکر وکړي؟ ځکه تا طالب خو له ځانه دنیاوالو ته د دین ټېکه دار جوړ کړی او د دین په نوم دینداران قتل عاموې! دیني شعایر له منځه وړې! د دیني شعایرو له تطبیقوونکي سیمې یا دارالاسلام څخه دې سم دارللکفر جوړ کړی او د جنګ و جهاد د ټولو اصولو و اخلاقو خلاف یې بېخ باسې! نو دنیاوال چې ستا د دغو دین ضد کړنو له امله، مسلمان ترهګر و نه بولي، څه یې وبولي؟ کله چې زموږ یو و نیم ساده و بېسواده، یا آن باسوادو ته لا طالب د دین واقعي استازی ښکاري نو یوه کافر ته څنګه قناعت ور کولای شو چې دا زموږ د دین، نه یوازې نماینده نه دی، بلکې ضد یې دی؟

طالب، د اسلام پر اساس، د دغه بې آزاره لیکوال -پتیال- قتل، د بې "مروته" و "عیاش" په هوایي اتهاماتو سره څنګه توجیه کولای شي؟ د طالب لپاره، د "بې مروته" مانا و مفهوم څه دی؟ هغه څه بې مروتې کړې وه؟ له چا سره یې کړې وه؟ او دا بې مروتې یې په کومه څارنوالې کې؟ د کوم څارنوال د تحقیق په نتیجه کې ثابته او د وژلو فیصله یې، په کومه محاکمه کې؟ د کوم قاضي له خوا ابلاغ شوه؟ آیا پتیال ته د دفاع حق ور کول شو؟ د هغه مدافع وکیل څوک وو؟ آیا هغه ته د استیناف حق ور کول شو؟ آیا د طالبانو په شریعت کې، د دریو محاکمو سلسله وجود نه لري؟ دا خو به د اسلامي شریعت حکم وي چې د یوه تورن کس تور دې، د دغسې سلسله مراتب په طی کولو سره ثابت او بیا دې یې د با صلاحیته سلطان یا د مسلمانانو د ښکاره امیر له خوا، د تطبیق حکم وشي؟ مګر آیا، د پتیال او نوموړي غوندې زرګونو نورو مقتولینو د قتل لپاره، د هغه شریعت له مخې چې طالب یې مدعي دی، دغسي اسلامي سلسله په پام کې نیول شوې ده؟

فرض کړئ طالب، په خپل طالباني باور کې، د "بې مروتۍ" مفهوم واضح کړ او هم یې دغه تور،  زموږ پر دغه مظلوم فرهنګي ثابت کړ نو آیا دا دومره نادر جرم دی چې باید هغه ورباندې ووژل شي؟ او د اسلام له مخې، د دغسې وژلو مسؤلیت او صلاحیت له چا سره دی؟ طالب ته چا دا واک ور کړ چې له کوم ورک ادرسه، یا په ښکاره له پردۍ جغرافیې، د دغسې قتل حکم صادر کړي؟ په داسې حال کې چې طالب خپله، په پاکستان یا ایران کې د اسیر غوندې، د پردیو په غلامۍ محکوم دی!

 د عیاش مانا څه ده؟ پتیال څه؟ چیرې؟ او څنګه عیاشې کړې وه چې هغه دې د هغه د ترور دلیل شي؟ دا چا؟ چیرې؟ څنګه او په کوم شرعي صلاحیت ثابته کړه چې هغه عیاش وو؟ تاسو یې فرض کړئ چې یو چا، یوځای، په یوه ډول د ډولو ثابته کړه چې دا تور سم دی او طالب یې هم د سزا ور کولو صلاحیت لري، نو آیا د اسلامي شریعت پر اساس، د عیاشۍ، د هغې له هر نوعیت سره، سزا قتل دی؟ هغه هم په داسې قساوت سره چې هغه په صنف کې د استاد درس ته ناست وي؟

دې ته ورته لسګونه نورې پوښتنې مطرح کېدای شي چې د دین پر بنسټ یې طالب جواب نه شي ویلای او زموږ د دغه سنګین ادیب او ورته زرګونو نورو مسلمانو افغانانو د قتل او قتل عام، د مسلسلو کبیره ګناهو له امله به، طالبان د افغان، نړیوال انسان، تاریخ او خدایتعالی په وړاندې، د نه بخښل کېدونکو قاتلانو او تروریستانو په توګه، په کږو مغزیو ولاړ وي.