ننګرهار کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

ننګرهار کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (01/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 353

د ننګرهار چارواکي وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې د بهرنیو او مهمو قوماندانو په ګډون ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي. 

د ننګرهار والي ضيا الحق امرخېل پر خپل ټويټر ليکلي چې د پچیراګام ولسوالۍ په ولې ناو سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په پایله کې د بهرنیو او مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول.

د نوموړي په وینا دغو وسله والو پلان درلود چې په امنیتي پوستو برید وکړي خو هدف ته له رسیدو مخکې د هوایي برید په پایله کې ووژل شول چې جسدونه یې په سیمه کې پاتي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.