ویب پاڼې د هغو مسوولیت او رسالت


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالملک پرهیز
  • 1009

یادونه: دغه لیکنه په سویدن کې د ځوانانو د نړیوال کنفرانس د غونډې په ویاړ ليکل شوی ده چې د وخت د کمي له امله ونه لوستل شوه، او یوازې په شفاهي ډول د وخت په پام کې نیولو سره او د ترسره شویو بحثونو سره په تړاو کې د هغې د منځ پانګې په اړوند لنډ مالومات وړاندې شول.خو په غونډه کې دلیکنې د خپریدو ژمنه وشوه چې د ژمنې سره سم  دادی خپرېږي.
درنو حاضرینو!
ما خپل بحث په ټولنیز ژوند کې د رسنیو په تېره بیا د ویب پاڼو  رول او اغېز ته اړوند کړی.  باید ووایم چې ټولنیز بدلونونه او  د ټولنيزو ارزښتونو بدلېدل د ټولنيزو قوانینو په اډانه کې منځ ته راځي خو رسنۍ او د رسنیو فعالیت د دغو بدلونونو په را منځ ته کېدو کې غوڅ رول لوبوي. دغه وسایل د  کولتوري يرغل او له هغې سره د مقابلې ، د رواني جګړې، د ملتونو د ښکېلاک او د هغوی د پرمختیا  او بیا جوړونې څخه د مخنیوي په بهیر کې  ، د  زده کړې او پوهېدو  پر بّهیر هم اغېزه کوي.
نن  چې د رسنیو د چاودنې  زمانه ده دا خبره بيخي ثابته شوې چې رسنۍ  د زده کړه نیزو چلندونو له پلوه ،  خلکو  او ملتونو ته د انسانانو د کولتوري او فکري ميراثونو د رسولو  په برخه کې ډیره مهمه ونډه لري.
رسنیو د خپل پرمختیا په بهیر کې د وخت ، ځای، عمر،  اقلیم محدودیتونه  له منځه وړي دي. رسنۍ د سیاست پوهانو، د دولتي او حکومتي مسوولینو او چارواکو پر پریکړو پریکړنده اغېزه لري. دولتونه هم  د رسنیو د اغېزې په پوهېدو سره  له رسنیو څځه د اغېزې د وسایلو په توګه  پراخه  ګټه اخلي.
ویب پاڼې لکه دنورو  ډله ایزه  وسایلو په څير د ټولنې ،کولتور، باورونو او عمومي اندونو پر جوړښت  د اغېز کولو خورا ژوره او اغېزمنه وسیله ده، ویب پاڼې د انترنیټ پر وزرونو د جغرافیوي، عقیدوي او کلتوري پولو آوړي او دغه پولې په زياتې بې رحمۍ سره  ماتوي. ویب پانې د نورو ډله ایزه وسایلو په پرتله ډیر خپلواکه او د خلکو د نظریو او اندونو په منعکسولو او د مهمو پېښو او خبرونو په خپرولو کې تر ټولو دمخه ول او مخکښ دي . په داسې حالاتو کې دا پوښتنه منځ ته راځۍ چې له ویب پاڼو او په ټوليز ډول له ډله ایزه رسانیو څخه څنګه سمه او مثبته ګټه واخيستل شي څو زموږ د ټولنې او د نړیوال کولتور سره سمون او همغږي ولري او داسې لوری پیداکړي چې زموږ د ورانې او ويجاړې ټولنې تر وړاندې چې همدا اوس د جګړې سربېره د خپل شتون او نه شتون پر ګړنګ ولاړه ده، يو روښانه ليد ، او یو روښانه سیاست او ملي اند  چې د ټولو دپاره د پوهيدو او  منلو وړ وي رامنځ ته کړي څو د خلکو او هیواد په ګټه ترې ګټه واخيستل شي. همدارنګه ویب پاڼې پر عمومي کولتور باندې د اغېزې نوې او غښتلې وسیله ده . باید وویل شي چې کولتور یوه تکاملي پدیده ده او هيڅکله يو شان او ثابت پاتې کېدی نه شي.  نړۍ په ډېرې چټکۍ سره پرمختیا ، ترقۍ او بدلون کوي.  په نړۍ کې د نویو پرمختیاو او اختراعاتو په رامنځ ته کېدو سره انساني کړنې، د خلکو عقیدې او نظريي هم په ټولو برخو کې اغېزمنې کېږي او بدلون مومي چې په همدې بهیر کې کولتور هم د یوې ټولنيزې پديدې په توګه له دغه اغېزې او بدلونونوڅخه اغېزمن کېږي  او دغه بدلونونه په خپل ځان کې همضوي.
نو له دې کبله ویلی شو هغه کسان ، سازمانونه او بهیرونه چې پر دغه کولتور پراخ او هر اړخيزه اغېزه ولري کولی شي دغه کولتور ته په بري سره د خپلو هيلو او ارمانونو په ګټه لوری او بدلون ورکړي.
په کولتور باندې اغېزه د  اغېزې د وسیلو د لارې ترسره کېږي. او همدغه وسایل دي چې  د اغېزې امکانات ټاکي. مطبوعات، تلویزیون ددي وسایلو بېلې بېلې بڼې دي ، خوانترنيت او ويب پر ليدونکو او لوستونکو د اغېز ټولې بڼې په ځان کې لري. نو ځکه ویلې شو چې ویب پاڼې د پيغام رسولو ژور او پراخ امکانات  لري او کولی شي ګڼ شمیر لوستونکي ځانته را وبولي. ویب پاڼې د کولتور په بدلون ، بډاينه او پرمختیا کې رول لوبوي،  د نن ورځې کولتور د سیالۍ کولتور دی او هغه کسان په دغه سیالۍ کې برخه اخيستی شي چې دسیالۍ قوانین پېژني او  ددغه قوانیننو د کړنو پر بنسټ چلند کوي او له هغو څخه د ځان په ګټه کار اخلي. دغه خبره د ژوندانه په ټولو برخو لکه سیاست، ، اقتصاد او آن زموږ د ورځنۍ ژوند په ټولو برخو کې اعتبار لري. څوک چې په دغه سيالۍ کې د سيالۍ وس نه لري نو له ډګره وځي او د له منځه تللو له خطر سره مخامخ کېږي. ددغه برخې په پېژاندلو کې کوم څه چې زیات ګټور ثابتېدی شي هغه د پيغام د رسولو موضوع ده ، دا په دې مانا چې پیغام باید په  یوه داسې بڼه خپلو مخاطبینو ته ورسول شي چې د ليکنې او ارزښت له پلوه د کولتور او هغه هم د عمومي کولتور بڼه ولري داسې چې د ټولنې له اړتیاو سره په سمون کې وي. یانې په ټولنه کې داسې یو حالت رامنځ  ته شي چې خلک احساس کړي چې د کولتور او ارزښت دغه پیغام  ته اړتیالري. له بلې خوا دا کار هغه وخت بریالۍ پایلې لرلی شي کله چې د ارزښت  یا ارزښتونو پيغام په ډاډمن  او سم ډول  خپلو مخاطبینو ته ورسول شي او ددې وس پيدا کړي څو پر خپلو مخاطبینو اغېزه وکړي.  ددې دپاره چې داټول کارونه ښه ترسره شي باید موږ د سیالۍ د کولتور په برخه کې ټاکلي هدفونه ولرو او ددغه هدفونو سره په سمون کې چې په عين حال کې ملي هدفونه  هم دي خپل پيغام غوره او په ډیره ښه بڼه يې وړاندې کړو. داسې چې په لومړي ګام کې د ملي ګټو دخوندي کولو لوری او هدف  ولري.
د افغانستان حالاتو ته په کتنې سره  دا درسنیو دنده ده څو په ټولنه کې یو مثبت سیاسي ليد رامنځ ته کړي.
ځکه نن زموږ ټولنه د تندلارۍ ، قاچاق، فساد ، ترور، جنایتونو، بېکارۍ ، بې وزلۍ ، ولږې ، وروسته پاتې والي ، دروغو او د حقیقتونو د پټولو په جال کې را ښکيل شوې ده.  زموږ تاریخ او کولتور د دروغو او جعلیاتو په وسیله تحریفږي.  دولتي او اجیره رسنۍ د جنګسالارانو او جنایتکارانو د ستاینې او ویاړنې په کار بوخت دي.
دولت د تند لارو ، قاچاق وړونکو او جنګي جنایتکارانو په پټنځاي او د جګړې او تند لارۍ د تبلیغ پر مرکز آوښتی دی.
د ملي شتمنیو غلو  او د بې وزله خلکو قاتلانو ته  د اتلۍ  لقب ورکول کېږي او پر مهمو دولتي چوکیو ګمارل کېږي.
له دين څخه د مخالفینو د ځپلو او د سیاسي معاملو د ترسره کولو په برخه کې کار اخيستل کېږي.
او له همدې بهیر سره په سمون کې ځوانان د ځان وژنۍ په روحیه روزل کېږي نو ځکه د ځان وژنکو یو ستر نسل په لاره دی.
د افراطي نسل منځ ته راتګ د ترقۍ او پرمختیا او بدلون تر وړاندې لوی خنډ او لوی خطر دی.
دولت او د هغې رسنۍ د خلکو د احمقول دنده په غاړه لري. دوی په ټول قوت سره هڅه کوي څو  تیر جنایتونه پټ او له فکرونو ووينځي څو راتلونکي نسلونه ددوی له تورو کړنو  او جنایتونو بې خبره پاتې شي.
د پورته یادونو څخه هدف دادی چې ټولنه هره ورځ د سیاسي قضاوتونو او غوراویو سره مخامخ ده، ددې دپاره چې د ټولنې قضاوت سم او غوراوی يې مثبت وي  باید د هغې د سیاسي پوهې او غوراوۍ  وس او استعداد ژور او پراخ کړی شي. نن خلک  د حقایقو او جعلیاتو په مارکيت کې ژوند او سودا کوي چيرې چې بدل او تقلبي جنسونه د اصل په بیه وړاندې کېږي ، د ټګۍ او برګۍ په دغه بازار کې  غوراوی آسانه کار نه دی او کېدی شي هر آن په خپلو قضاوتونو کې تېر وتنه وکړو. ځکه د مالوماتو او خبرتیاو بې ساری او متفاوت بهیر هم په ملي او هم په نړیواله کچه  د رادیوګانو، تلویزیونونو، چاپي آثارو او انترنیت له لارې خلکو ته رسېږي. نو له ناسره څیزونوڅخه د سره جلا کول د رسالتمنده او با مسوولیته رسنیو کار دی چې د پوهې او قلم د خاوندانو په مرسته   د مسایلو د علمي ارزونې ، کره کتنې او څېړنې  د لارې حقایق را برسیره او ټولنې ته وړاندې کړي څو خلک وکولی شي د قضاوت او غوراوي پړاو ته ورسېږي.
همدا راز رسنۍ باید د ملي پيوستون او يووالی په ټينګ او نه تسخیریدونکي سنګر واړول شي.
د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې چې د شیطاني ځواکونو له خوا هره  ورځ  د ویش ، ژبنیو، قومي او مذهبي او  نورو تاوتریخوالو پر ګواښ ګواښل کېږي، دا يو ډیر مهم بحث دی. څرګنده ده چې افغانستان د بېلابيلو وروڼو مليتونو او قومونو ګډ کور دی چې نژادي او ژبنۍ توپيرونه په کې  له ورایه څرګند دي ، خو  ددې توپيرونو سره سره د پېړیو په اوږدو کې د افغانستان خلکو په سوله او ورورۍ کې ژوند کړی او په ګډه يې د هیواد د خپلواکۍ، د ځمکې د بشپړتیا او یووالي څخه ننګه او دفاع کړې ده .  نن یو شمیر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د هیواد یووالی او پیوستون ته ګواښونه کوي چې باید جدي وګڼل شي .په داسې یو حالت کې د ملي مسالو سره چلند یو مهم او حساس کار دی چې د زیاتې پاملرنې او لوړ مسوولیت غوښتنه کوي، د همدغه دروند مسوولیت په منلو سره په کار ده  د پيوستون او يووالي په لور هر اړخيز ګامونه واخيستل شي. تاريخ ثابته کړې کله چې په هیواد کې مرکزیت له ستونزې سره مخامخ شوی او یا مرکزیت له منځه تللی پردي لاسونو له دغه کمزورتیا څخه ناوړه ګټه اخيسټې او د وطن د ویشلو او ټوټه ټوټه کولو دسیسې يې پیل کړي دي. نن زموږ هیواد د بشپړه ګډوډۍ ، ویجاړۍ او فساد په سمندر کې ډوب دی. هیواد د خپل تاريخ په اوږدو  کې هيڅکله هم له داسې  ویجاړونکي حالت سره مخامخ شوی  نه ؤ. نن د هیواد د واک ټولې مهمې ستنې د هغه ځواکونو په لاس او کنترول کې دي چې په منظم ډول د هیواد د یووالي  او پيوستون مزي په پرله پسې  توګه پرې کول غواړي، ددې خلاف د هیواد ملي او وطنپال ځواکونه چې د افغانستان د اکثریت خلکو هيلې منعکسوي په پوره ګډوډۍ او ځان ځانۍ کې ډوب دي.  په ملي او مترقي ځواکونو کې یو منظم فکر او اند نه دی را منځ ته شوی،  د څېړنو او پلټنو دپاره د پوهانو او څېړندویانو خپلواک مرکز او اتحاديي نه تر سترګو کېږي،  ایدیولوژيکي وچ اندونه ، ځان غوښتنه او لويي غوښتنه  هغه خطرناکه رنځونه دي چې زموږ د ملي او دموکرتیکو ځواکونو د پيوستون او راټولېدو په لاره کې خنډونه را منځ ته کوي.
ډیر روڼ اندي د جنګسالارانو او تورو ځواکونوسره په معامله او راکړه ورکړه بوخت دي او ځنې هم د خیر پر غونډۍ ناست او ګوري چې پر وطن څرنګه د بدمرغیو مېچنې ګرځي، ډیر کسان هم له مسوولیته د تېښتې له پاره نورې بهانې لټوي او جوړوي.
اوس چې فرصتونه په چټکۍ سره له لاسه وځي او ژوند په پرله پسې ډول د نړیدلو په لور روان دی، ددې وخت را رسېدلی دی چې حقایق نویو نسلونو ته ورسول شي. او د راتلونکې لاره روښانه شي.
دا د رسالتمنده رسنیو کار دی څو حقیقتونه راټول او د تاريخ په زړه کې يې د تل دپاره خوندي کړي . که څه هم د وطن پلوه رسنۍ ډیرې نه دي او یوازې ځنې محدودې رسنۍ په  خپلو ډیرو لږو امکاناتو سره د وطن او خلکو ددفاع په سنګر کې ولاړ دي خو بیا هم دغه رښتني رسنۍ کولی شي ددروغجنو او جنایتکاره څېرو له مخه  پرده اوچته کړي او  پرې نه ږدي د هیواد د بربادۍ عوامل او د هیواد د ملي شتمنیو غله پر اتلانو او درغوجنو سردارانو بدل شي. په کار دی څو د ټولو پېښو په اړوند، مالومات او شواهد راټول او د رسنیو له لارې خلکو ته وړاندې شي.
نو ویلی شو چې د مترقي او ملي رسنیو تر وړاندې ډیر دروند او له مسوولیته ډک کار پروت دی، دوي باید په څو مهمو جبهو کې کار وکړي، دوي باید د جګړې خلاف د سولې دپاره کار وکړي او دوی باید د وطن تر وړاندې ټولې دسیسې بربنډې کړي. همدارنګه دوی باید د ټولو ملي او وطنپالو ځواکونو د یوموټي کېدو د پاره خپل ټول امکانات او لارې چارې په کار واچوي.

سپرغی نه په مننه