د(ی) ګانو په پلمه ګران او منلي يون ته ديوې پېرزوينې وړانديز


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار
  • 268

 پوهنمل اسماعيل يون يو هڅاند او ځوان ليکوال، شاعر او رسنوال دی.

د پښتو ژبې او ادب دزده کړې او بيا ښوونې تر څنګ يې خپل استعداد له شعروادبه نيولې، تر ژورنالېزم او سياسته په هره برخه کې ازمايلی او پرله پسې يې وده وش ورکړي. له نورو ډېرو پوهنځيوالو او ټولګيوالو يې يو مخکېوالی دادی چې د ژبپوهنې لوستونه يې هم هېر کړي نه دي او د يو لړ ژبنيو ربړو په لړ کي يې د(ی) ګانو په اړه اوسنۍ ليکنه يوه تازه بېلګه ده دادی، زه يې تر هغې له مخه چې له څانګيز- تخنيکي پلوه يې يوڅه نوره هم وربشپړه اوکره کړم،هغه زړه غوښتنه يوځل بيا ورغبرګوم، چې ان د پوهنځي پر وروستي کال مې ځنې کړې وه.
ما د استادۍ په څه له پاسه دېرشکلن بهيرکې تل دهمداسې هڅاندو او بهاندو استعدادونو څرک لګاوه چې د ژبپوهنې غوندې يوه رياضي ډوله ګرانې پوهنڅانګې ته يې راوهڅوم او په دې لړکې((يون)) هم راته. خو له بده مرغه د يو شمېر نورو غوندې ده هم د دوديزې ادبپوهنې اسېستانتي غوره او غنيمت وګڼله.
زه وايم، اوس هم لا ناوخته نه دی چې د بل ورته ځوان او هڅاند ليکوال، شاعر او رسنوال غفور لېوال پر پله له اړوندو دولتي چارواکوڅخه  د لوړو زده کړو يو لنډ مهالی بورس، هغه هم په ژبپوهنه کې. تر ګوتو کړي او له دغه پلوه په ما او يو نيم بل پسې رامنځته کېدونکې تشه ډکه کاندې!
دايې هم د (ی) ګانو په تړاو د ارتې بيرتې او هراړخيزې ليکنې د ښه ترا څانګيزې= تخنيکي ارزونې يا بشپړونې اوکرونې په پلمه يوڅو لنډې لنډې يادونې:
1) د(ی) ګانو په اړه پوره ليکنې شوې او له بي بي سي نه نيولې د بېلابېلو د اوبپاڼو له خوا پرليکه شويو لارښودونو کې د يوې پښتو=کره پښتو د ګردو مينه والو مخې ته پرتې دي. اَره ستونزه ياربړه يې د سوېل=لويديزې ګړدودي ډلې ليکوالو په نه منښت کې نغښتې ده. د دوی چې ترڅو پر وړاندې کړو معياري اَرونو اصولو او اړوند پروسيجر سر خلاص نه شي، څوک يې ورباندې منلای نه شي؛ تردې چې د ليکلارښود پروړاندې يې د ښيو او کيڼو يوه((شمالي ورته)) سمتي- سياسي ناسپېڅلې ټلواله راوزېږوله؟
دوی هغه دواړې بېلګه غونډلې له خپل سمتي وينګ سره داسې کاږي:
تل دي وي سوله په ټولي(ګردي) نړۍ کي، سره يو شئ دامو(لنډ و) شعار دئ.
يادا بېلګې:
خدای دي ادې له هري ناوړي پېښي ليري لري؛.
يوې ښځينه ښوونکي خپلي شاګردي ته قلم ورکئ(يا: يوه کتابچه وبخښل!).
2) شپږمه(ے) بيا دشمالختيزې ګړدودي ډلې هماغسې يو ناکره ځېل او ګرامري دوپلېکېټ دی، شپږم کره ډول يې په خپله نامه((يون)) کې ټيکاو لري، په بله وينا،نيمواک يا سيمي واوېل(y) دي چې د څپې او ويي په پيل او منځ(يون،يا،بيا...) او يوازې د غبرګغږ د دويم ټوک په توګه په پای(سړی، پای،لوی، خوی...) کې راتلای شي. هرګوره په پای او منځ کې د(ۍ) غوندې له ناچارۍ نه (ي-،-ي-) ليکل کېږي.
3) پښتو خپلواک(واوېل) اووه دي، نه اته. همداراز غبرګغږ يا ديفتونګ کومه له دوده لوېدلې نومونه يا اصطلاح نه ده اوپه ټولو هندواروپايي ژ بو کې له زرګونو کلونو راهيسې د دوو خپلواکو، په بله وينا، يوه خپلواک او نيمواک له يوځای کېدو څخه منځته راغلی او دوينګ پروخت کټ مټ لکه يو غږ تر غوږه کېږي. د يووستوي غږ(مونوفتونګ) او غبرګغږ(ديفتونګ) د نه توپير خبره چېرې کوم ژبپوه رامخته کړې وه او په دې توګه همدغه يوه له دوده وتلې خبره ده!
4) ې ښځينه بلل په دې ناسم دي چې يوازې((يااکثره)) ښځينه پايله نه جوړوي، بلکې نور ډېر کارونځايونه هم لري، لکه دوييکو(دې،چې،کې او کمزورو نومځرو يا متصلوضميرونو(مې،دې...)  او د بېشمېرو څپو او وييونو په سرومنځ، او بياپه پای کې، پيوسته او ځانته، هم راځي. له همدې لامله ورسره د اړوندو وييونو ډېرپېښي(فريکونسي) تر اټکله هم وراوړي. زياتره فونيمونه درې څلور دريځونه لري، په بله وينا، د څپې او ويي په سر، منځ او پای کې او ترې بهر ځانته هم راځي! د(و) ترڅنګ (ې) اوږده او (ي) لنډه بلل له ټولمنلې فونېتيکي نومونپوهنې سره سمون لري. غږونه او فعلونه پرمعلوم او مجهول وېشل، د دوديزې- عربي هغې پاتوړې ده چې په نومهالې عربي ژبپوهنه کې هم  نوره له دوده غورځول شوې ده.  همداراز که (ۍ) ته زورکيواله وايو، نو دې بلې انډيوالې(ی) ته يې هم زورواله ويل هم غوره برېښي.
5) د زورکي لپاره همزه يا د قلندر(چرګۍ هه) سرباري کول يو بېځايه سرخوږی دی، فعلي زورکيواله(ئ) خو بياهم يوڅه ګټه لري. مولاناخادم لا په دې لاسوند چې((پښتانه لکۍ نه لري)) نومواله دايې هم(ئ)کښله!
دا هم د يادونې ده چې دغه ګرافيمي ځېل يوازې د امر و نهې لپاره نه، بلکې د خبري او ناخبري دود(mood)، لکه پوښتني، غوښتني ، هېښني، ګوماني، ارماني، تواني... لپاره هم راځي!
6) پېر د مهال په مانا نه، بلکې د مهالپېر(بُرهه، ګردش، مقطع زماني، مرحله، دور، دوره) په مانا راغلی او د ماناونجي ياسېمانتېزم په تو ګه د ګرامري حالت(case) لپاره هم رادود شوی دی، لکه په اَرپېر(اصلي حالت) او اوښتی پېر(مغيٌره حالت) کې. پښتو پېر، عربي دور او پارسي ګردش د هسک يا فلک له چورلېدو څخه اَره اخېستې ده. ستر خوشال هم( اسمان پېر وکړ) ګړنه کارولې ده.
                        د يون د لا پرمخيون په هيله!
  يوه کره ليکنۍ پښتو ٣۶غږونه (sounds) لري، خوابېڅې(الفبې) يې له دېرشو نښو(توريو يا حرفونو) تېری نه کوي. له اوو واوېلو (vowels) څخه يې يوازې درې دا ليکنۍ نښې يا توري(و-ا-ی) لري. د زور(فتحې)او زورکي لپاره(ه) له پخواراهيسې، هغه هم يوازې په پای کې رادود شوې ده. خو (ء) او يا چرګۍ(هه) کارونګ د ژبپوهنيز قانون«توپير» تر ډېر ځايه زيانمنوي او له لوستونکي لار لودن ورکوي. يوازې د«ياوو» د پېنځګونو، په بله وينا، شپږ ګونو ډولونو له رامنځته کولوسره يو څه ليکدودي سمون راغلی دی چې له ښه مرغه پېښور اکېډيمۍ هم هوکې کړي، که څه هم د اردو په پېښو د(ے) او دغه راز(ء) بې کچه کارونې کوزنی ليکدود ډېر کړکېچن اوکرغېړن کړی دی !
(ے) پېښوريانو په باړه ګلۍ کې دکره پښتو دنرينه پايلې (-ی) پر ځای زموږ پر((کابليانو)) په وچ زور منلې وه او ما په يوه بله غونډه کې ور زباده کړه چې دايوازې د شمالختيز ګړدود د وينګ(تلفظ) استازي کوي، ځکه له هندکو، اردو او نورو هندي هغو څخه يې اَره اخېستې او له ټوليزې کره ليکنۍ پښتو سره اړخ نه لګوي. نوکه پېښوريان د نرينه يوګړي لپاره دوې ياوې(ی-ے) منل کېږي، د سوېل- لويديزې((کندهارۍ)) ګړدودي ډلې دوپليکېټ هم بايد ومنو. په دغه ډله کې د نورو درستو ګړدودونو او بيا دډېري(اکثريت) پر بنسټ دکره منل شوې ښځينه ډېرګړې پايلې(ې) ترڅنګ دويمه پايله(ي) هم کارول کېږي او د نرينه پايلې(ی) ترڅنګ(ئ) او همداسې د اړوندو وييکو او نومځرو(دي، دئ) هغه هم درواخله. له دې سره د کره والي له دوو بنسټيزو اَرونو څخه يو( فونولوجيکي، مورفونولوجيکي يا ګرامري يووالی يا توحيد) ترپښو لاندې کېږي!
کره «ی»ګانې شپږ دي: دوی يې خپلواکې يا کنسوننټي(ې،ي) دي، دوی يې غبرګغږې يادېفتانګي (ی،ۍ) او يوه يې نيمواکه يا سيمي واوېل (ي=) يا (=ي=) او شپږمه(ئ) يې له اَره د(ۍ) تش يو ګرافيمي ځېل يا وارينټ دی او لکه چې يون هم ورته نغوته کړې، د لومړي ډېرګړي کړ(جمع مخاطب) لپاره راځي او له همدې کبله ورته فعلي زورکيواله(ئ) وايي. دغه شپږواړه ياوې له اړوندوبېلګوسره په لاندې ډول ښوول کېږي:
1) اوږده(ې)،لکه:
خدای دې ادې له هرې ناوړې پېښې لرې لري.
2) لنډه(ي)،لکه:
ښادي، خپلوي، وداني، وراني، خېښي، تربګني.
3) نرمه يا زور واله (یay)، په بله وينا، هغه بې ټکو(ی) چې تر مخه يې زور يا فتحه- (لرګی)، الف- (ځای)، اوږد و-(څارندوی) يا لنډ و-(بوی) وي، نورې بېلګې يې، لکه:
نری ، سړی، ځای، خدای، وری،وږی، لوی، ښکارندوی، خوی، بوی.
4) درنه يا زورکيواله(ۍ،ئ)،لکه: نړۍ، کړۍ، ډوډۍ، څوکۍ؛
5)په کړ(فعل)کې،لکه: ډوډۍ وخورئ، ښه کوئ، بد مه کوئ.
6) نيمواکه ياسيمي واولي(يy)، لکه: يون، ياد،بيا، بېديا، يو، يوه، يور، دويم... .
د واوېلي(غيرملفوظه) اوکنسوننټي(ملفوظه) «ه» توپيرول په کار دي. په دې ډول:
په (دويم ) کې د واوېل (فتحې ) په توګه غورځي او په (نهم) کې د کنسوننټي (ملفوظه ه) په توګه پاتې کېږي. د(نهم) بنسټ(نه-) دی، مانا داچې ړومبۍ(ه) کنسوننټ(consonant) دی او دويمه هغه يو واوېل(vowel). (اووه- اووم، پېنځه- پېنځم، يو- يوم...) هم په همدې لړ کې راځي. د معياري ليکلارې او ليکدود پر بنسټ،((دوه)) په ترکيبي  شمېرنومونو کې هم واوېلي پايله(ه) له لاسه ورکوي، لکه:
دولس، دو ويشت، دودېرش، دوڅلوېښت، دوپېنځوس، دوشپېته، دواويا، دواتيا، دونوي؛ اوښتې يا مغيٌره بڼه يې هم هغه پايله له لاسه ورکوي(د دوو).
په دې لړکې د((درې)) هغه هم تر ((درېو)) ((درو) کره راځي.
نور واوېل پای يا خپلواکپای شمېرنومونه (-ي-) غواړي، لکه:
درې- درېيم، اويا- اويايم، اتيايم، نوي- نوي يم يا نوييم؛«څويم» هم تر ورته دوی يا قاعدې لاندې راځي. کنسوننټ پای هغه  خو په هر ډول، اړونده پايله(ending) (- م)  سيده په ځان پسې نښلوي، لکه:
څلورم، پېنځم، شپږم، اتم، لسم، شلم، دېرشم... سلم، زرم، ميليونم... . پرکنسوننټي يا معدوله(و) پايته رسېدونکي شمېرې هم په دې لړ کې راځي، لکه:
يوم، سلم، يوسل يوم، دوه سوم، دوه سوه يوم... ، زرم، يوزر يوم، ميليونم،  يو ميليون يوم... .
زور- پای او زورکي پای شمېرې هم ددغو واوېلونو ترغورځونې و روسته تر ورته قانون لاندې راځي، لکه:
دوه- دويم، پېنځه- پېنځم، اووه- اووم، نهه- نهم، دوه سوه- دوه سوم... .
4- پښتو د عربي، پارسي،
انګرېزي... پرخلاف
(پېښ، زېراو مد) نه
لري.نو
د پېښ پرځای(و)،
د زېر پرځای(ې)اود
اَ پرځای(ا) ليکئ: 
 
لومړی،لوڅ،کوچنی(کوشنی)   
پول،ګومان، رومان، اورګان، ستوديو،ګيله،کونړ،هېلمند...
اسان،ارام،ازاد،اباد...