بغلان کې د سکرو کان چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي

بغلان کې د سکرو کان چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (28/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 211

 

د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالې کې د سکرو کان په چاودنه کې څلور کان کیندونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د تاله او برفک ولسوال عبدالاحد برفکي وايي، دغه چاودنه د ګازو د اور اخیستو له امله رامنځته شوې، چې تر اوسه یې یو جسد را ایستلی دی.

دغه کان چې د کشف انداز کان په نوم مشهور دی په تاله او برفک ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې دی.

درې اونۍ وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې په یو بل شخصي کان کې ورته چاودنه شوې وه، چې دوه کان کیندونکي پکې وژل شوي وو.