ولسمشر غني: پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

ولسمشر غني: پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.


  • 2 کاله دمخه (30/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1225

ولسمشر غني ټینګار کوي، او وایي، چې پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او پر دې واقعیت سترګې نه شي پټېدلی. 

نوموړي د لوبې بدلون تر عنوان لاندې یوه لکچر کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو د پاکستان په خبرو او عمل کې توپير دی. 

دده په وینا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که دغه هېواد خپلې خبرې او عمل یو شان نه‌کړي نو افغان حکومت اړ دی، چې لومړی له دوی سره د سولې په لټه کې شي او بیا له طالبانو سره سوله وکړي. 

ولسمشر غني همدا راز وویل، چې طالبان باید له افغان حکومت سره یو ځای شي او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله د زور او وسلو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی او افغان ځواکونو په وروستیو کې په مخامخ جګړو کې دغه ډله په شا تمبولې ده.

په دې وروستیو کې ولسمشر غني، حمدالله محب او یو شمېر نورو چارواکو د پاکستان پر وړاندې دریځ خپل کړی، چې له مخې یې پر دغه هېواد توندې نیوکې هم وکړې.