سمسور او د وطن د فرهنګ د سمسور تیاهڅه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسدالله زمری
  • 1328

هر ژوی له خپل ټاټوبي اود ژوندله چاپیریال سره ځانګړې اړیکې لري، خو دا خبره د انسانانو په هکله او بیا دافغانانو په هکله د خاصې پاملرنې او غور موضوع ده؛ د انسان لپاره ځکه چې دا اړیکې د هغه د ځانګړی احساس یعنی مینی په شکل تبارز کوي او مینه پخپله د زیاتې څیړنې او پلټنې وړ موضوع ده. اد د افغانانو لپاره به دې چې ددوی مینه له خپل وطن سره تر بل هر چا متمایزه ده به دنیا کې به بل ملت بیدا نشې چې لکه د افغانانو په شان له خبل وېن سره داسې لیونۍ مینه ولري .

د مینې  دسوز او ګدازد اور تودو ښه هغه وخت خپلې لوړې پوړۍ ته رسیږي چې انسان له خپل محبوب نه جلا والي ته مجبور شوی وي او په عامه وینا له خپلې معشوقې نه په هجران محکوم شوی وي . اودافغانانو لپاره چې له یوی خوا یی د وطن مینه  له نور و نه ځانګړې ده د وطن له   تودی غیږی څخه  یی هجرت او غربت هم تر بل هر چا توپیر لري؛دوی چې ددی وړندې مینې په کار کې په چا ددوست ګومان کاوه ،دښمن و خوت ؛چې څوک یی تر نظره طبیب راته، شوکران یی ورته مخکې کښودل ؛چې یی خپل ناجي باله ،هغه ځانته غلام کړ؛چې ېې غمخور ګانه ، هغه ورته د غمونو انبارونه راوړل او ددی نا خوالو دلړۍ پای لا تر اوسه نه تر سترګو کیږی .

دې  وضعیت هر افغان  و ځاوراوه او ویی کړاوه او دا سلسله هم لا جاري ده خو له بلې خوا دوی لاس تر زنې نه دي ناست او په یوه قسم نه یو قسم د یو څه کولو ته یی مټې را نغښتې دي . دښاغلي حبیبی خواریکښه او په وطن مینه کورنۍ هم چې ددی لړۍ یوه نمونه ده د غربت د بیوسۍ او ناروغۍ د علا ج لاره یی په ادبی او فرهنګې جبهه کی وموندله او د انټر نیت د نهضت په لومړیو کلونو کې د سمسور په نامه د ویبپاڼې په جوړولو او خپرولو پیل وکړ چې دادې له هغی و رځې نه پنحه کاله تیریږی
دا پنځو کلونو وښودله چې دا کورنۍ د وطن دلیلا ریښتینې مینان او ددی ښکلې شمعې داسی پتنګان دی چې د وطن فرهنګ ته د خدمت په لاره کې د یوې شیبې ارامتیا په ځان حرامه ګڼي او رښتیا هم چې په دی لاره کې یی ډیر کارونه تر سره کړی او لګیا دی پسی کوی یې
ښاغلی سمسور حبیبی او ښاغلې مړوند حبیبی چې ددی پاڼې چلوونکي دي دواړه تنکي ځلمیان دي چې په وطن کی  له بده مرغه په خپلی مورنۍ ژبې د زده کړی تلوسه یی هم نده ماته شوی خو اوس دوی په خپل زیار او ستومانۍ نه پیژندونکي هاند دا وښودله چې څومره پاخه او څومره رسیدلي ځوانان دي ؛ددوی دې نه ستړی کیدونکې مینې او ددوی د مور او پلار د هڅو تر اغیزی لاندی ټول کشران ورونه چې په وطن کی یی د مکتب مخ نه و لیدلې په مورنۍژبه لیک او لوست ته د مخ راواړاوه تر دی چې اوس هر یو په بی صبرۍ د خپل وار انتظار باسی تر څو ‎په ویبپاڼه کې څه ولیکې او یا ورته څه وکړي .
زه دا بری او دا نیکمرغۍ دروند ورور داکتر صاحب ګلرحمان حبیبی او بیا ګران وراره سمسور حبیبی ته مبارک وایم او ورسره جوخت د ویبپاڼی پنځم پر باره تلین ټو لو مینه والو ته تبریک وایم.
له مبارکۍ نه ورو سته سره له دې چې زه کوم کره کتونکې او لیکوال نه یم خو دا څو کرښې د سمسور د پاڼې د افغانې شعرونو په هکله درنو لوستونکو ته وړاندی کول غواړم او موخه مې یوازې ددې ښکلې و یبپاڼې د چلوونکود هیلو ، هڅو او زیار قدرداني ده او بس .
اجمل ختک د غیرت د چیغې په سریزه کې داسې لیکي :«دژوبل احساس یو څو څریکې، د زغمي غیرت یو څو غورځنګونه،د سری وینې یو څو تړم څاڅکې ،د غربت یو خو تر خې تجربې ، د سرمایی یو څو ناکردې، د غاوره اقتدار  یو څو ړندې لتې او ورسره د پښتونولۍ احساس چې زما د شاعر زړه دپښتنې فن په سور رباب وتړنګولو نو زه پوه نه شوم چې خوږې سندرې ترې جوړې شوې که سوې ساندې .«
 که دا خبري ښاغلي اجمل ختک د هغه د شعر د تشریح او تعریف له باره کښلي خو دا هم جوته ده چې هر با احساسه افغان ته  دا څریکې، اسویلي، غور ځنګونه او  تجربې د هغه  خپلې بر یښي او پرې ځوریږی، ورته غوږ ږدي، ورسره همغږی کیږي،تکراروی یی،تکمیلوی یی ، او غبرګوی یی او یا یی نورو ته رسوی. ؛د سمسورویبپاڼې هم دا کار په ډیره ښه توګه تر سره کړی دی.
د يښتو ژبی د ۱۵۰ شاعرانو ۱۷۰۰ شعرونه را ټولول هغه استثنایی کار دې چې دې ویبپاڼې په ښه او بی ساری توګه تر سره کړی دی .ښه توب یی د هغه د شکل ‎له پلوه یادوم یعنې هغه ښکلا او دیزاین چې د ویبپاڼې چلوونکو د هر شاعر شعرونو ته ورکړی،د لیکدود د ښکلا ، شکل او سینګار له پلوه د ستاینې وړ دي .
بی ساری مې ځکه وګنله چې له هغو پاڼو نه پرته چې په ځانګړې توګه د شاعرانو او لیکوالو شعرونو او لیکنو ته ځانګړې شوي بلې هیڅ پاڼې په دې کمیت د شاعرانو شعرونه ندي را ټول کړي.
بله ځانګړنه یی داده چې په دې ویبپاڼې کې دداسې شاعرانو شعرونه هم نشر شوي چې پخوا چا نه وه خپاره کړي
د ولسي شاعرانو لکه محمد نور د اشعارو خبرونه هغه بله ځانګړنه ده چې سمسور تر سره کړې ده
د شاعرانو لنډه پیژندنه او په ځینو حالاتو کې له تصویر سره په ښکلي دیزاین هغه بله بریا ده چې  سمسور  خپله کړې ده . بی له تعصبه او تنګ نظرۍ چلند هغه بل ښه او مثبت خصوصیت دی چې سمسور یی لري تاسي کولای شۍ د هرې عقیدې ددرلو دنکو شعرونه په سمسور کې ولولۍ .
سمسور دا بری وړیا نه دې تر لاسه کړی د طر حې او ډیزاین  د کار نه سربیره ښاغلې سمسور دومره پراخې ټولنیزې اړیکې لري چې ساری به ېې بل څوک کم پیدا شي ؛ دی هر چا ته د مرستې له پاره تل تیار دی په پښتني مینه او د زړه له کومي معاشرت دی د هر چا زړه ته ور دننه کړی نو ځکه یی څوک ِغوښتنې ته نه ! نه شي ویلای مقصد مې دادی چې دی د دې خصوصیاتو په درلودلو په نه ستومانه کیدونکي توګه شاعران او لیکوالان مجبوروي تر څو حتمأ ورته څه واستوي .
پاته دی نه وی چې ښاغلی سمسور د ننګیال د ویبپانې مسوولیت هم په غاړه لري چې دا کار یی د خپلو تحصیلې مصرو فیتونو تر څنګه په ډیره ښه توګه تر سره کړی دی ا و همدارنګه د شعر له نړۍ سره د علاقی نه علاوه دی او ښاغلې مړوند دواړه ډیر ښه شاعران هم دی چې ورته د پاڼې د کارو او د ژوند په ټولو خواو کې د لا زیاتو بریالیتوبون هیله کوم
ددی ټولو ښیګڼو په خوا کې لاندې ټکي نه د کمبود او عیب په تو ګه بلکه د وړاندیز په ډول یادول غواړم :
کله نا کله د شعرونو تازه کول لږ څه ډیرځنډیږي او مطالب د اوږدې مودې لپاره د پاڼې په مخ پاتې کیږي  ؛بهتره به وي چې د پاڼې د  تغیر او نوښت لپاره یوه ټاکلې موده لکه پنځه لس ورځې په پام کې ونیول شي .
بله داچې د لومړنۍ و عدې خلاف د کو چنیانو د شعر برخه لږ خه له پامه غو رځول شوې چې ددې نیمګړتیا د له منځه وړلو لپاره ددرنو شاعرانو باملرنه غواړم .
يو ځل بیا د سمسور پانې ټولو مینه والو ته د زړه له کومي دکلیزې مبارکۍ وایم او د ګران وطن دسمسور تیا دعا کوم

په درناوۍ اسدالله زمری