اویتایو فاګبنرو د افغانستان د بیارغاونې لپاره ځانګړې شوې بودیجې پر غلا اعتراف وکړ

اویتایو فاګبنرو د افغانستان د بیارغاونې لپاره ځانګړې شوې بودیجې پر غلا اعتراف وکړ


  • 3 کاله دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1066

یو امریکایي د افغانستان بیارغونې لپاره د ځانګړې شوې بودجې پر غلا اعتراف کړی.

د امریکا عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا د مریلنډ ایالت یو اوسېدونکي قراردادي په افغانستان کې د واشنګټن له لوري د روزنیزې بیارغونې په هدف د څو پروژو لپاره د ځانګړې شوې بودجې پر غلا اعتراف کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ۶۲ کلن اویتایو فاګبنرو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو کې د افغانستان په یو شمېر پوهنتونو کې د رسنیزو مراکزو د جوړولو لپاره د ځانګړې شوې ۶.۹ میلیون ډالرو بودیجې څخه ۱.۳۸ میلیونه ډالر د شخصي بانکي حسابونو له لارې په بهر کې یو شمېر هغو شرکتونو او خپلو اقاربو ته لېږلې دي چې له یادو پروژو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

نوموړي اعتراف کړی چې د یادې بودیجې د مصرف په اړه یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته په دروغو ویلي چې ورته سپارل شوې پروژې یې په بشپړه توګه عملي کړي دي.

شنونکي وایي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ډېره برخه بېرته د نړیوالو له خوا اېستل شوې دي.