د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ووژل شو

د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ووژل شو


  • 1 کال دمخه (19/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 425

 

د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير د ماين چاودنه کې ووژل شو.

ددې ولايت امنیتي مسوولان وایي، د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مديراحمد نويد له خپلو دوو ساتونکو سره د ماين په چاودنه کې ټپي شوی او وروسته یې ساه ورکړې.

د سرچينې په حواله نوموړی له شولګرې ولسوالۍ څخه مزار ښار ته پر لاره وو، چې د يادې ولسوالۍ په بودنه قلعه سيمه کې يې پر ټانګ د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

 د بريد مسووليت هم تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.