له دې حالته د وتلو دروازه باید پیدا شي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اختر محمد سمون
  • 504

 دوست مې نوی له کندهاره راغلی و، ویل یې چې د کندهار مختلفو ولسوالیو ته تللی او له خلکو سره یې خبرې کړې دي، دی چې ځیرک ژورنالست دی د هرې سیمې حالات په دقیق ډول څاري، ما ترې د کند هار داوسني حالت په اړه پوښتنه وکړه، له اسویلي سره یې راته وویل:

- څه به درته ووایم، که به یوه جمله کې یې ووایم په دې ځل جګړه کې د کندهار ولسوالۍ په تیره ژیړۍ او پنجوایي دومره ویجاړې شوې دي چې که همدا نن هم سوله او امنیت راشي په راتلونکو پنځو سو کلونو کې به خپل پخواني حالت ته ونه رسیږي. دخلکو مرګ ژوبله او ځاني زیانونه خو لا یوې خواته کیږده.
ما هم ترې نورې پوښتنې ونه کړې، په اسویلي کې ورسره ملګری شوم، یوازې مې وویل دابه څنګه کیږي؟ ولې په هر جنګ کې موږ تباه کیږو، ولې په هر جنګ کې زموږ سیمې زیان ویني؟ او ولې زموږ په سیمو کې جګړې پای نه لري؟
دوست مې راته وویل موږ ټول د جګړې په دوړو او لوګیو کې پټ یو، نه پوهیږو څه کوو؟ چیرې ځو؟ او په راتلونکي کې به څه پیښیږي؟ له دې حالته د وتلو دروازه له ټولو څخه ورکه ده.ما ورته وویل با الاخره دغه دروازه باید پیدا شي.
خو آیا دا دروازه به څنګه پیدا کیږي؟ او څوک به یې پیدا کوي؟
اوس زموږ ځینې وطنوال په دې باور دي، چې نړیوال چې دلته راغلي یا امریکا ډیر څه کولی شي، البته که وغواړي.زموږ دا ډله هیوادوال خپل مسوولیت او خپلې دندې هم نورو ته ورکوي او بیا دا هم ورسره وایي چې (که وغواړي) یعني دوی دا باور لري چې نور د دوی وطن ورته جوړولی شي، خو پردې بیا باور نه لري چې هغوی زموږ د وطن جوړول غواړي که یه. موږ په ورځني شخصي ژوند کې هم یو بد عادت لرو د سختو کارونو د نه کولو لپاره تل بهانې لټوو، یا یې د نه کولو ملامتي پر نورو وراچوو.همدغه نظر چې نور هر څه کولی شي او که وغواړي په یوه ورځ کې زموږ وطن ته سوله راوستی شي، ما آن له ځینو مهمو دولتي چارواکو څخه هم اوریدلی دی.
که موږ غواړو چې له دې حالته د وتلو دروازه پیدا کړو نو لومړی باید له دغه نظره ځان وژغورو، ځکه خپله وایو چې نور سوله راوستی شي خو که وغواړي، نور زموږ وطن ګل او ګلزار کولی شي خو که وغواړي.لومړۍ خبره دا چې هغه څه چې موږ کولی شو نور څوک یې نه شي کولی، ځکه وایي چې یو نابینا ته په توره شپه کې خپله خونه تر بل بینا ښه معلومیږي.بل داچې پخپله وایو چې که وغواړي. موږ ولې فکر نه کوو چې نو ولې وغواړي؟ نور هغه انرژي چې زموږ د کور دجوړولو لپاره یې لګوي ولې یې دخپل کور دجوړولو لپاره ونه لګوي.
له دې ښکاري چې نه یوازې زموږ جګړه مارې ډلې او تنظیمونه له پردیو سره تړلي دي بلکې موږ عادي افغانان هم ددا ډول نظرونو په درلودلو سره ځانونه په لوی لاس په پردیو پورې تړو. د نورو له مرستو باید ګټه واخلو، د وطن په جوړولو کې دنورو تجربې په کار واچوو، له بهرنیانو سره ښې اړیکې تامین کړو خو هیڅکله باید په دې فکر و نه اوسو چې نور به زموږ وطن جوړوي.
تر څو چې موږ هر یو افغان د خپل وطن په برخه کې ځاني مسوولیت احساس نه کړو او دخپل وطن دجوړولو لپاره هر یو مټې را ونه نغاړو له دې حالته د وتلو لاره نه شو پیدا کولی، په هر صورت که سړی په لویه کې فکر وکړي نو د لنډمهال بیړني حالت اعلامول د دولت د دری ګونو قوو د اوسني اختلاف له منځه وړل ورپسې دلویې جرګې دایرول بیا د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس په مرسته داسلامي هیوادونو له ځواکونو څخه د افغاني جګړه مارو ډلو ترمنځ دجګړو دمخنیوي لپاره د حایل قوت ګومارل، د بیا لنډمهالې ادارې جوړول، له انتقالي ادارې وروسته د عادلانه انتخاباتو تر سره کول او په دې اړه ځینې نور اقدامات به له اوسني حالته د وتلو د دروازې په توګه په نښه کړي. خو بیا هم وایم اوټینګار کوم چې تر څو چې موږ هر یو افغان د خپل وطن په برخه کې مسوولیت احساس نه کړو له دې حالته د وتلو لاره نه شو پیدا کولی.هر افغان باید له دې حالته د وتلو د لارې په پیداکولو کې له نورو وطنوالو سره یو ځای کار وکړي.