کویډ۱۹ د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې ګواښي.

کویډ۱۹ د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې ګواښي.


  • 9 مياشتي دمخه (23/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 239

د افغان کرکټ بورډ هيلې په اوبو لاهو کيږي، د اماراتو تر څنګ عمان هېواد هم خپل هوايې پروازونه بند کړل.

ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله په جنورۍ میاشت کې له ایرلينډۍ لوبډلې سره درې پنځوس اوريزې سیالۍ تر سره کړي.

لومړيو کې داسې وویل کیدل چې دغه لوبې به په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي، خو د کويډ ۱۹ ناروغۍ له امله اماراتو خپل پروازونه بند کړل.

اوس تازه راپورونه وايي چې د عمان هېواد هم خپل هوايي پروازونه بند کړي دي او هیڅوک نه شي کولای چې یاد هېواد ته لاړ شي.