پاکستان پر ځای ناست؛موږ، له کورنيو جګړو، تر سياسي ناندريو


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 232

 څوک په شخصي توګه د ولسمشر په ننګه ولاړ، چا بيا د ولسمشر د غندنې تر سيوري لاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لمن نيولې او ځينې ډلې بيا هڅه کوي چې ښاغلی رحمت الله نبيل له ملي امنيت څخه د استعفا په وياړ د ملي اتلانو په ډله کې ورزيات کړي؛ د سياسي بلوغت تشه همدلته ده چې لا هم د افغانستان د ځوان سياسي کهول سياسي نظريه پر هېواد او ملي ګټو نه، بلکې د ځينو سياسي اشخاصو په خواخوږيو ولاړه ده او همدلته مو سياسي لوبه بايللې برېښي.

په پاکستان کې د اسيا زړه هېوادونو په پنځم کنفرانس کې د ولسمشر غني برخه اخيستنې، په کنفرانس کې د هغه وينا، د وينا پر وړاندې يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي اعلاميه او د ملي امنيت د رييس رحمت الله نبيل لېرې کېدو، له دوه درې ورځو په ټولنيزو رسنيو کې د هېواد په ګټه نه، بلکې د سياسي رشتو په تړاو شور جوړ کړی دی چې په منځ کې يې د هېواد پالنې په اصولو ولاړې سياسي نظريې هم دل شوې دي.
دښمن اوس په دې پوه شوی چې نور نو د افغانانو توپک په توپک جنګول سخت شوي؛ هغوی طرحه بدله کړې، د توپک پر ځای مو د چټل سياست تر سيوري لاندې د قلم پر قلم نامريي جګړې ته لارې ګوري او په سياسي ناندريو مو اخته کوی.
د افغان وطن د دښمن په اړه د افغان سياست په کتاب کې د بېلا بېلو تعريفونه وړاندې کول د افغانستان په خير نه دي.
موږ بايد اعتراف وکړو چې يوازې د سياست په تيوريک تعريف پورې تړلي پاتې شوي يوو.
لا هم هغه بلوغت ته نه يوو رسېدلي چې څه ډول د هېواد پالنې او ساتنې لپاره سياست وکړو.
کله به د سياسي اشخاصو له بدرنګ سيوري لرې، د وطن ساتنې په رنګ پوښلې مبارزې پر ازغنو لارو ګامونه واخلوو!؟
د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې نه محمد اشرف غني برخه اخيستې او نه حامد کرزی، بلکې افغان ولسمشر برخه اخيستې او له همدې زاويې د دغه کنفرانس په لاس ته رواړونو خبرې کول په کار دي چې ګټه او تاوان يې افغانستان ته رسي نه اشخاصو ته.
په تېر يو نيم کال کې يوازې د سر سړي نوم بدل شوی. زما وطن هماغه دی، افغانستان، ستونزې او دښمن يې هم مالوم دی؛ نو د دې پر ځای چې د اشخاصو په سياسي ولکه کې بند پاتې شوو؛ ولې له افغانستان سره تګ و نه کړو.
کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې په وروستيو کې له امريکا سره د امنيتي تړون په پار لويه جرګه غوښتل شوې وه؛ نو حامد کرزي تر دې مهاله پاکستان ته په خپله ديارلس کلنه دوره کې شل سفرونه کړي وو.
نوموړي لويې جرګې ته په وروستۍ وينا کې وويل چې زموږ د سولې ضمانت له امريکا سره دی، تر هغې چې پخه او په تول پوره خبره راسره و نه کړي؛ نو امنيتي تړون نه لاسليکوو.
د کرزي له دغې خبرې ښکاره موخه همدا وه چې امريکا بايد پر پاکستان د سولې د هغه وخت په روانه پروسه کې فشار راوړي او دې ته يې اړ کړي چې بايد د افغانستان د امن او ثبات پر وړاندې له خنډ جوړولو لاس واخلي.
پخواني ولسمشر کرزي ځکه دغه څرګندونې کولې چې پاکستان ته يې په کړيو شلو سفرونو کې هيڅ هم لاس ته نه و راوړي چې د خپلې دورې تر پايه پورې همداسې خالي لاس پاتې شوو.
خو نن افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته په خپل دويم سفر کې د امريکا او چين باور تر لاسه کړی، تللی و. 
نوموړي د پخواني افغان ولسمشر شل سفرونه مخې ته ايښي وو، څېړلي يې وو او بيا يې د نه تګ اوازه خپره کړې وه چې د سياسي تار پرېښودو په مانا يې اخلوو.
غني پتېلې وه چې په پاکستان کې به د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې برخه نه اخلي؛ سربېره پر دې، پوهېده چې دغه کنفرانس د سيمې په کچه له ټولو ډېر د افغانستان لپاره ارزښتمن دی.
پاکستان د خپلو ټولو هڅو سربېره په دې و نه توانېد چې افغان ولسمشر ته په دې برخه کې قناعت ورکړي. 
پايله همدا شوه چې امريکا او چين د پاکستان ضمانت کوي او افغانستان ته ډاډ ورکوي چې نور به پاکستان د افغان ضد ټروريزم له پالنې لاس اخلي.
زموږ ځوان سياسي کهول د دې پر ځای چې د افغان سياست په دغه پرمختګ خبرې وکړي، د افغانستان دغه ارزښتناک سياسي مسايل حامد کرزي او محمد اشرف غني پورې رالنډوي.
ماته دغه نومونه نه دي مهم، بلکې دا اړخ يې راته ډېر ارزښتناک دی چې د تېرو ديارلسو کلونو پرله پسې خواريو مو نن رنګ راوړ، دوه ستر بهرني قوتونه دې ته اړ شول چې د افغان سياست پلوي وکړي.
هو په دې خبرې کول په کار دي چې زموږ افغان ولسمشر په اسلام اباد کې څه وويل؟ له دې سفره او د امريکا او چين له ضمانته يې څومره ګټه واخيسته؟
ايا پاکستان به د افغانستان په اړه په سياسي تګلارو کې بدلون راولي او که نه؟
د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس، نه چې څومره ګټه اخيستل کېدای شوای، افغانستان يې د تر لاسه کېدو وروستۍ هڅې وکړې او ښه دا شوه چې تش لاس را نه غی؛ خو پر پاکستان د باور کولو تر کچې يې نه شوو ارزولای.
افغان ولسمشر په خورا ډيپلوماټيک انداز په ډېرې هوښيارۍ په پاکستان کې پاکستان د نړيوالو پر وړاندې پړ کړ. 
د خپلو خبرو په ترڅ کې يې د افغانستان او سيمې پر سياسي حالاتو داسې رڼا واچوله چې په هره خبره کې به يې پاکستان ته سرې کرښې ټاکلې.
د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس په ترڅ کې افغان ولسمشر غني په خپلو دوه اړخيزو، درې اړخيزو او څلور اړخيزو خبرو کې د افغان ولس ښکاره دريځ وړاندې کړ.
ولسمشر وويل: 
((افغان ځواکونه په پوره مېړانه د خپل وطن د ساتنې په برخه کې کار کوي، د دښمن هغه هڅه چې غوښتل يې افغانستان په دو، سياسي جغرافيو ووېشي ناکامه کړې يې ده. اوس د دې وخت تېر شوی چې حکومتونه دې له ناسالمو غيرحکومتي ډلو څخه د بهرني سياست د ابزارو په توګه کار واخلي، دا کار بايد نور پای ومومي.
په افغانستان کې د تېر کال بريدونو او د ناامنيو پېښو کې خلکو ته اوښتو تلفاتو د افغانانو زغم اخيستی او هغوی يې قهرجن کړي دي. تاسې پاکستان، د طالبانو پر وړاندې د عملياتو يادونه کوئ؛ خو د حقاني شبکې پر وړاندې مو هيڅ نه دي کړي. په طالبانو کې د ښه او بد معيار نه شته، بايد پر وړاندې يې پر واحدې سټراټېژي عمل وشي. د سولې په لوري زموږ لارې خلاصې دي؛ خو هغوی چې سوله نه کوي او جنګ خوښوي؛ نو پر وړاندې يې کلک دريځ نيسوو.))
که د افغان ولسمشر هرې خبرې ته تم کېږو؛ نو پاکستان ته يې د دښمن هېواد خطاب کړی، دوی ننګولی او د نړيوالو پر وړاندې يې ملامت کړی دی چې نورې ټولې لارې پرې بندې دي بايد يو سر ونيسي.
د افغانستان له اړخه دغه ډول خبرې به نوې وي؛ خو لاس ته راوړنه يې دلته ګڼلی شوو چې دا ځل د نړۍ دوو سترو قوتونو په پورته ټولو مسايلو کې افغانستان ته د پاکستان ضمانت کړی دی. هغه ضمانت دی چې زموږ هېواد ورپسې له تېرو څورالس کلونو لالهاند و.
خو د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د افغان ولسمشر هغو خبرو ته هم لږ تم کېږم چې لږ تر لږه ما غوندې افغان ته د زغملو نه دي او هيڅ ډول يې نه شم توجيه کولای.
د فېسبوک له لارې مې ولوستل چې افغان ولسمشر په اسيا زړه هېوادونو کې په خوست او پکتيا کې د وزيرستان بې‌ځايه شويو ته په يو ډول د پاکستانيو خطاب کړی دی.
افغان ولسمشر به ممکن د حالاتو له امله مجبور و؛ خو د لوی افغانستان د يو مبارز په توګه يې دغه مجبوريت نه شم درک‌کولای چې د تپل شوې کرښې اخوا سيمه چې دم ګړی د پاکستان په ولکه کې ده او له دښمن هېواد پاکستان سره زموږ د سياسي ربړو له ټولو ستره برخه جوړوي، په ورته څرګندونو زيانمنه کړو.
دا يو حقيقت دی چې د تېرو افغان حکومتونو ټنبليو او د وخت جبرونو زموږ د هېواد ستره برخه موده وشوه چې زموږ له ولکې وتې ده؛ خو زموږ ده.
له تپل شوې کرښې اخوا افغانان به د جبر او د ژوند د تېرولو د زهرو د ګوټ له امله په پاکستانۍ تبعه ژوند کولو ته مجبور شوي وي؛ خو دا هېرول نه دي په کار چې هغوی افغانان دي.
زموږ حق زموږ خاوره ده او د دغې خاورې تر منځ د تپل شوې کرښې د تېرېدو پر مهال چا هم له دواړو غاړو پوښتنه نه وه کړې؛ نو اوس هم څوک دا حق ځان ته نه شي ورکولای چې د پاکستان په ولکه کې بند افغانان، افغانان و نه بولي.
په همدې تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونو ته هم تم کېږو. 
حامد کرزی د يو افغان تبعه په توګه د ولسمشر غني پر دغو څرګندونو د نيوکې پوره حق لري؛ خو د افغانستان د پخواني ولسمشر په توګه يې دغه څرګندونې او شوې نيوکه بې‌خونده او سياسي وار ښکاري.
دليل مې همدا دی چې د ده په دوره کې هم د لوی افغانستان په تړاو افغان حکومت تت دريځونه خپلول.
له بده مرغه د افغان چارواکيو تر ټولو بده سياسي رويه همدلته ده چې پر قدرت وی؛ نو يو ډول ملي دريځ او چې له قدرته لېرې شي؛ نو بيا بل ډول دريځ خپلوي.
کله چې دغه دواړه دريځونه سره غاړۍ غړۍ نه شي، نو د وطن خير راته لېرې ښکاري.
د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل هم د خپل استعفا پر ملتيا هڅه وکړه چې د خودي سياست د رنګينۍ لپاره د ملي سياست جنازه پورته کړي.
د ځان استعفا يې د دښمن هېواد پاکستان په اشاره د ځان مجبوريت په توګه په ډاګه کړ چې ګواکې د ارګ له خوا پرې شوی دی. 
د وېرې خبره ده چې تېر څو کاله يو داسې کس زموږ د استخباراتو رييس و چې د استعفا ورکولو په درشل کې يې د استخباراتو د رييس په توګه څه چې د يو عادي افغان په توګه څرګندونې هم و نه کړې.
په ځواب کې به يې د افغان ولسمشر همدا خبره بس وي چې تېره ورځ يې رسنيو ته په خبري ناسته کې د همدې موضوع په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وويل چې د ورته لاسوهنو په پرتله؛ خو په هېواد کې د سل کاله جګړې غځولو پلوي يم.
نو کله چې موږ دومره کمزوري يوو چې د ځان د ګټې په خاطر د خپل هېواد حيثيت د دښمن هېواد پښو ته هم غورځولای شو؛ نو بايد پوه شوو چې سياسي بلوغت ته لا هم نه يوو رسېدلي.
موده وروسته افغانستان د دښمن هېواد پر وړاندې د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې سرسري بری موندلی؛ نو په کار ده چې دغه تار کش کړو او لا هم د خپل حکومتي سياست ملا وروتړو. 
نيمګړتياوې يې ور په ګوته او د سمو چارو ننګه يې وکړو؛ خو داسې نه چې نيمګړتياوې ورته پيغور کړو او سر يې د دښمن پر وړاندې ټيټېدو ته مجبور کړو.
که څه هم د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس په تړاو ورته حالات سياسي لاس ته راوړنه ګڼلی شوو؛ خو پر پاکستان د باور کولو له زاويې ورته نه شوو کتلای.
لا هم پاکستان د افغانستان لپاره د دښمن هېواد حيثت لري او لا هم هغه ګمانونه خورا لېرې دي چې د افغانانو لپاره د پاکستان په څېر ايډيال دښمن دې دومره ژر سر کښېږدي.
همدلته په کار ده چې د خپل نظام پر وړاندې نه، بلکې د خپلو چارواکيو د ملاتړ له لارې له خپل نظام سره ودرېږو. 
دښمن ته وښايو چې نور نو هغه ورځې تېرې دي چې د افغان حکومت او افغان ولس تر منځ به خورا واټن پروت و.
وطن په اشخاصو نه ساتل کېږي او نه په اشخاصو د وطن د دښمنانو سره مقابله کېدای شي، دا هر څه هغه وخت شوني دي چې د منظم او پرمختللي نظام خاوندان اوسوو.
له تېرو څو کلونو د نظام په مانا يو څه پوه شوي يوو. له تېرو دېرشو کلونو د شړېدلي افغان نظام د بېرته پيوندېدو کرښې سره ځغلي؛ نو حوصله او سياسي زغم بايد ولرو او له دغو پيوندونو سره ځانونه پيوند کړو.
همدې دښمن کلونه کلونه په پرديو او خپلمنځي جګړو کې ښکېل وساتلو او اوس هغه لارې ګوري چې موږ په سياسي ناندريو سره اخته کړي او دی د جګړو د مهال په څېر د خپلې ګټې پر دسترخوان کښېني.
سرخط‬ ورځپاڼه