محب: روسیه، چین او هندوستان دې د تروریزم ضد مبارزې برخه کې ورسره همکاري وکړي

محب: روسیه، چین او هندوستان دې د تروریزم ضد مبارزې برخه کې ورسره همکاري وکړي


  • 6 مياشتي دمخه (10/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 604

د رسنیو د راپورونو پر بنست، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ له روسیې، چین او هندوستان غوښتي، چې له افغان ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي. 

نوموړي ویلي، چې له افغانستان سره د نورو هېوادونو مرستې باید د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې په مانا نه وي او نه دوی غواړي، چې د یو ځبر ځواک هېواد پر ځای بل ځبر ځواک ته ځای ورکړي.

حمدالله محب همداراز ویلي، چې د ټولو بهرنیو شریکانو، روسیې، چین او هند له مسلکي همکارۍ هرکلی کوي.

حمدالله محب څو ورځې وړاندې د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي‌و، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د روانې امنیتي وضعې په اړه اندېښمن دي. 

هغه د تاجکستان له‌خوا د افغانستان د پولې په اوږدو کې د ۲۰ زرو سرتېرو د ځای پر ځای کېدو په اړه ویلي، چې تاجکستان په دې ورځو کې د بدخشان امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله ډېر تشویش لري.

د محب په وینا، په شېرخان بندر کې چې کوم وضعیت پېښ شو هغه ډېر په تشویش کړي، نو طبیعي خبره ده چې دوی به د خپل امنیت لپاره بعضې اقدامات کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا ډاډ ورکوي، چې د امریکا له لوري افغان هوايي ځواک ته تازه هلیکوپټرې رسېږي او ژر به په وضعیت کې تغییر راشي.