هغه چرګې مړې شوې،چې دسرو زرو هګۍ به يې اچولې


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • علم ګل سحر
  • 259

دا یو پخوانی متل دی چې پخوا دایران په اړه ویل شوی دی. په لرغونې نړۍ کې دری لوي قدرتونه وو ،چې يوه يې دمصر بل دیونان او بل يې هم د ايران دهخامنشيانو و. په هغه وخت کې ايران له پوځي او انساني نیرو له مخې ډېر قوي و ، يونان له فکري لحاظه مخکښ و، او مصریان هم دثروت له مخې قوي بلل کیدل. ایران هغه وخت هم مغرور و، خو هغه وخت یې یو پیاوړی ځواک هم درلود ديونان پاچا دفليپ تروخته پورې ایران ته، خپله کلنۍ ماليه ورکوله ، ویل کیږي دايران پاچا په يونان دسرو زرو د هغې چرګې نوم ايښى و، چې د سرو زرو هګۍ به يې اچوله، بيا چې فليپ مړشو او سکندر په ٢٣ کلني کې پاچا شو، نو دماليې له ورکولو يې ډډه وکړه، دايران پاچا ته يې ليک وليکه په ليک کې يې ليکلي و، چې هغه چرګې مړې شوې،چې د سرو زرو هګۍ به يې اچولې، په دې ماناچې يو نان له دې وروسته ايران ته ماليه نه ورکوي.
په ځواب کې دايران پاچا خسرو ددې له پاره،چې سکندر پوه کړي، نو ده ته يې يو توپ او ډنډه سره له ږدنو ورولېږل، توپ او ډنډه په دې مانا،چې ته لاتراوسه کوچنى يې، ستا د ساعتيري او لوبو وخت دى او ږدن په دې مانا،چې دايران پوځ شمېر ډېر زيات دى، دا پوځ به دى او دده پاچاهي ټول له منځه يوسي، کله چې سکندر ته ورسېدل، سکندر ږدنو ته چرګې ورخوشې کړې، چرګو ټول ږدن وخوړل، په ډنډه به يې توپ واهه او له هرځل وهلو سره به يې ويل،چې زه به له دې وروسته دايران له حکومت سره داسې لوبې کوم او بیا یې دایران دا غرور هم مات کړ. له هغه وروسته دایران په بې ځایه غرور پورې دغه ویل شوی متل عام شواو بیا ډیر وخت له خلکو هیر هم شو.خو اوس هم دغه متل دایران په حالت ښه صدق کوي . څو میاشتې دمخه موږ ولیدل چې دایران عصبي ولسمشر محمود احمدي نژاد افغانستان دخپل سفر پروخت پخپلو خبرو کې دافغانستان او دافغانستان دحکومت توهین وکړ.ده نړیوال دیپلوماتیک اصول په نظر کې ونه نیول او دافغانانو له میلمه پالنې څخه په ګټه اخیستنې یې دخپلو نړیوالو دښمنانو پرضد دخپل زړه عقدې په افغانستان کې خلاصې کړې او دافغانستان له تربیون څخه یې دخپلو دښمنانو په خلاف کار واخیست.
په هغه وخت کې دده یوه اقتصادي سلاکار هم دسوداګریزو خونو په یوه اقتصادي غونډه کې داقتصادي مسایلو پرځای سیاسي مسایل مطرح کړل چې نور یې دافغانانو حوصله پای ته ورسوله او دسوداګرۍ دخونو ریس یې په دیپلوماتیکه لهجه ځواب ووایه.
په دې ورځو کې ایران یوځل بیا دباداري اکټونه کړي دي. دایران دپارلمان په بلنه دافغانستان دپارلمان یو لوړرتبه هیات ایران ته ولاړ او هلته یې دکلتوري مسایلو په اړه په ګډه غونډه کې ګډون وکړ.
په دغه کلتوري غونډه کې هم ایراني چارواکو په تیره ددغه هیواد دمجلس ریس علي لاریجاني پخپلو خبرو کې یوځل بیا دافغانستان توهین کړی ده پخپلو خبرو کې افغانستان یو غلام هیواد وباله.
چې دافغاني هیات دځینو غړو غوصه یې راوپاروله ،هماغلته یې دلاریجاني دخبرو په مقابل کې خبرې وکړې او دهغه دغه غیر مسولانه او له دیپلوماتیکواخلاقو لیرې څرګندونې یې محکومې کړې .دافغاني هیات ځینو غړو علي لاریجاني له داسې پوښتنو سره مخامخ کړ چې تراوسه چا مخامخ نه وې ترې کړې. لاریجاني ددغو ویناوو په بهیر کې ژمنه وکړه چې دافغانانو دغو پوښتنو ته به ځواب وایي خو دخبرو په منځ کې له غونډې ووت.
په پښتو کې یوبل متل هم شته وایي (سر دې سوی بوی یې نه دی درغلی) ایران باید پوه شي چې نور هغه وختونه تیر دي چې پر افغانانو باداري وکړي اوس هغه چرګې مړې دي،چې دسرو زرو هګۍ به يې اچولې اوس هغه وخت تیر دی چې دافغانستان دیوه ولایت پر لوحه لیکلي وي(جمهوري اسلامي ایران ،استان ....) ایران باید پر دې پوه شي چې افغانانو ته اوس دخپلو ګاونډیانو نیتونه ښه معلوم شوي دي او دتیرې دیرش کلنې جګړې پر وخت یې دغه ګاونډیان ډیر ښه وازمایل. دوی به دافغانستان په تنظیمونو کې خپل لاس پوڅي روزلي وي خو اوس هغه چوپتیا ماته ده اوس افغانان ددوی دناوړو عملونو په اعتراض کې مظاهرې کوي او کلک هوډ یې کړی چې خپل ملي هویت وساتي.
ایران باید خپلې هغې ماضي ته هم یوځل ور وګوري چې دلته یې هم یوڅه یادونه وسوه. په پخواوختونو کې په هغو دریو قدرتونو کې چې پاس یې یادونه وشوه ایران یوازې پخپل زور دخپلو عسکرو په شمیر او په اشغال شویومستعمرو نازیده خو یونان چې دوی ته به یې مالیه ورکوله او تردوی کمزوری و.دپوهې او فکر خوا نیولې وه. دیونان دپوهې ،حکمت او تمدن اثرات اوس هم هر ځای تر سترګو کیږي خو دایران دهخامنشیانو نه دقدرت کومه نښه شته او نه هم دتمدن. یوازې دایراني ښوونیزم بې ځایه غرور ور پاتې دی.
ایران باید دومره مغرور نه شي له نورې نړۍ سره ددوی دوستي او دښمني ددوی خپل کار دی هرهیواد حق لري دخپلو ملي ګټو په نظر کې نیولو سره خپل دوستان او دښمنان وټاکي له چاسره څه ډول اړیکې ولري داد هر هیواد خپل حق دی بل هیواد حق نه لري هغه ته لاره ور وښیي.
دا خو هغه څه و، چې ایران ته باید ویل شوي وای خو ډیر څه دي چې باید خپلو ته وویل شي. ایران دا جرآت له کومه کړ چې زموږ دهیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي؟ راځﺉ په دې فکر وکړو، آیا په موږ کې په ځینو کې دغلامي احساس نه دی قوي شوی؟ آیا موږ دایران لپاره په مفته تبلیغ نه کوو؟ زموږ یو شمیر افغانان همدا اوس دګډې ژبې او فرهنګ تر نامه لاندې دایران لپاره په وړیا تبلیغ بوخت دي. دوی ایراني مصطلحات خپل بولي په افغانستان کې دهغو په ترویج کې شپه ورځ لګیا دي کار کوي ،ایران ته دغه روحیه چې تل پر موږ راوبلوسي خپله زموږ یوشمیر وروڼو ورکړې ده.زموږ خپلو وروڼو ته په کار ده چې خپل ملي هویت وساتي او چاته دا اجازه ورنه کړي چې زموږ دهیواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
ایران ته په کار ده یوځل بیا په دې فکر وکړي او داومني چې هغه چرګې مړې شوې،چې دسرو زرو هګۍ به يې اچولې.