امریکا له لویه سره په افغانستان کې د پاکستان د مهرو ملاتړ کاوه

امریکا له لویه سره په افغانستان کې د پاکستان د مهرو ملاتړ کاوه


  • 10 مياشتي دمخه (26/10/2020)
  • مجید قرار
  • 328

په نظام کې له کرزي را نیولې، تر داودزي، تر ګل آغا شېرزي، فاروق وردګ، زاخېلوال، موسی خان اکبرزاده، د ټلوالې تر لنډه غرو، تر پیرانو او حضرتانو، تر لویو ملایانو، تر جبار نعیمي، او په سلګونو وړو او غټو جاسوسانو، ټول هغه وګړي مطرح و چې يا تر پایه، یا په لومړیو کې د امریکا او پاکستان مشترکې مهرې وې.

 امریکا حتی په پښتني میډیا کې پر هغو خلکو پانګونه وکړه چې لکه حاجي عبدالرحیمزي، پاکستان یې خپل کور ګاڼه. 

ګڼ وګړي نور له نظامه د پاکستان د مخالفت په تور و ایستل شول، ګڼ نور په همدې دلیل ترور او نابود او د ګڼو نورو مخه ډب شوه. پر ځینو د پاکستان د مخالفت پر سر د امریکا ویزه بنده شوه. 

حکمتیار افغانستان ته امریکا راووست او د پاکستان د نفوذ غښتلي کول یې هدف و. امریکا د پاکستاني طالبانو ټول مشران ووژل، د افغانستان د ټالبانو یواځې اخترمحمد له ایران سره د رابطې په ګستاخۍ وژل شوی او هغو ته په قطر کې جارګی پرانیستل شو چې د پاکستان اعتمادیان و. پاکستاني پوځ قبایلي سیمې د امریکا په پیسو او مرسته لاندې کړې او د قبایلو د وژلو لپاره یې امریکایي الوتکې وکارولې. 

د افغانستان د ټاکنو پروسې د امریکا او پاکستان په خوښه کېدې، آیا دې ته مو فکر کړی چې څنګه هر ځل په ولسمشریزو ټاکنو کې ټالب ورک وي؟

تر هر ځل ولسمشریزو ټاکنو پنځه شپږمیاشتې وړاندې عام تأثر دا وي چې ټاکنې نه کېږي خو د ټاکنو په ټوله ورځ دوه دری امنیتي پېښې وشي، آیا تاسې فکر کوئ چې دا تصادف دی؟ 

د ټاکنو د ټیمونو په جوړښت لومړۍ خبره له پاکستان سره کېږي. ما ته د دوه زره څوارلس د ټاکنو پر مهال یوه اوسني لوړپوړې چارواکې وویل چې احمدضیاء مسعود د غني ټیم ته پاکستان راووست، هغه وخت له عقله خام وم، باور مې نه راتللو. 

 البته اوس مې باور دی چې خبره یواځې د احمدضیاء نه وه. غني د پیرانو د خاندان یوه د فیلمرغ هګۍ راوستې وه چې د پاکستان په نیابت یې ټولې مقررۍ تر نظر او د پاکستان تر تایید تېرولې.  

د حکمتیار له ژبې او حیثیته خو یوه سپي هم هغه بله ورځ برائت اعلان کړی و، خو غم دا دی چې که د واک او ګټې خبره نه وي او په نسبتاً ملي دریځ کې یې ګټه نه وي له تجربې درته وایم، که دا د واک په ګدۍ ناست تر حکمتیار يوه ذره کم جاسوسان او یوه ذره ډېر باوجدانه وي. فقط دومره ده چې حکمتیار لږ بې عقله دی. په کابل کې ناستې د امریکا او پاکستان مشترکې مهرې د ولس د غبرګون له وېري له پاکستان سره خپله عشق او علاقه نه رسوا کوي.