د اندونیزیا ولسمشر: نړیوال دې افغانستان د ثبات لور ته بوځي

د اندونیزیا ولسمشر: نړیوال دې افغانستان د ثبات لور ته بوځي


  • 7 مياشتي دمخه (14/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 204

نړیوال دې په افغانستان کې پېښ شوي وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي او دا هېواد دې د ثبات لور ته بوځي.

 د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په تازه څرګندونو کې ویليو چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی دی. 

دده په وینا دوی او د نړۍ ټول هېوادونه غواړي، چې نور افغانستان له دایمي سولې او ثبات برخمن شي.

 هغه زیاته کړې د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې د ثبات د راوستو او سولې لپاره لاس په کار شي او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي. اندونیزیا په نړۍ کې ستر اسلامي هېواد ګڼل کېږي چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړې دي.

باید یاده شي، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو د تالېبانو رسمیت پېژندلو لپاره شین څراغ لګولی.