کابل ښار کې دوو جلا چاودنو شپږ کسان ژوبل کړي دي.

کابل ښار کې دوو جلا چاودنو شپږ کسان ژوبل کړي دي.


  • 5 مياشتي دمخه (02/02/2021)
  • خالد سهار
  • 194

سرچینې وایي، چې نن سهار ۸:۳۰ دقیقې د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان په سیمه کې په یو عراده فرونر ډوله موټر د ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې یې څلور تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي او د پېښې له ځایه اړونده روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

تر اوسه ددې پېښې موولیت کومې ډلې نه دی منلی.

 

یاده پېښه د کابل پولیسو تائید کړې او وایي چې د پېښې د څرنګوالي په موخه یې څېړنې روانې کړي دي.

 

دویمه چاودنه د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه عراده نظامي فورډ ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله رامنځه شوې، چې په پایله کې یې دوه امنیتي وګړي ژوبل شوي دي.

 

ددغې پېښې پخلی هم تر دې مهاله کومې ډلې نه دی کړی.

 

په دې وروستو کې د کابل ښاریان خپل هر سهار په دغه رنګه چاودنو سره پیلوي، چې دې عمل کابل ښایان سخت اندېښمن کړي دي.