مطیع الله تراب د زړه په رنځ اخته شوی و او ډاکټران وایي چې دغسې ناروغانو ته ستړیا ښه نه وي؛ خو هغه دومره ستړی و چې په جهر یې نارې وهلې:
" ستړی د خپل ژوندون له باره، بلها ستړی یمه"
هغه ته خپله ګناه خروار ښکاریده(*) او همدې درانده بار ستړی کړی و.
خو،
دا ګناه څه وه؟
دا د هغه څه د ویلو ګناه وه چې د الفت صیب په خبره؛ نور یې په کولو ښاغلي دي.
تراب خپل شعر د ژوند لپاره مامور کړی و. هغه د فساد، بې عدالتیو او ظلم پر وړاندې ټینګه جبهه نیولې وه.
تراب، د افغانستان له لوی بدن څخه پرې شويو هډونو ته مرثیې ویلې او د هغوی د بیا کوشېر کولو خیالونو یې ارام لوټلی و.
تراب، شاید ډېرې چیغې د سینې په قفس کې زنداني کړې وې چې اخر يې قفس، د
ساتلو توان بایلود، مات شو او د دغه ستړي مرغه بلند پروازه روح ترې والوت.
.
موږ عجیب خلک یوو؛ تر څو چې څوک د خپلې خبرې لپاره ځان قرباني نکړي؛ موږ ته ټوکې ښکاري.
تراب، په زوره زوره وویل
:
"در سره وځم له دې ښاره بلها ستړی یمه"
موږ ته هسې ګپ ښکاریده؛ خو او اوس چې په بند تابوت کې پټه خوله له دې ښاره ووت؛ نو ایله مو يقين راغی.
د موجوده دور د بيدارۍ دغه ستر علمبردار دې الله ج وبخښي.
د ده سوې کړيکې به لکه د مرحوم ملنګ جان خوږې نغمې تر ډېره د خلکو په مغزونو کې انګازې کوي.
ارواښاد ترابه!
په محروم ملنګ جان سلام وايه
هغه هم د ولس د بیدارۍ، د لوی افغانستان ... په ارمان ډک زړه تللی و.
---
زما د ګناه پیټی خرواره بلا* ستړی یمه