کابل کې پوليسو ۳ تنه د سرو زرو او پیسو د قاچاق په تور نيولي دي

کابل کې پوليسو ۳ تنه د سرو زرو او پیسو د قاچاق په تور نيولي دي


  • 7 مياشتي دمخه (24/10/2020)
  • عمران دانش
  • 229

د کابل پولیس وايي چې د درې لکو او اتیاء زور یورو او د سرو زرو د اتو خښتو د غیر قانوني لېږد په تړاو یې درې کسان نیولي دي

پولیس وايي چې دا پیسې او د سرو زرو خښتې یې تېره شپه اووه بجې د لومړۍ حوزې اړوند حضوري چمن ته نژدې د شمال د لویو موټرو په ترمینال کې ونیولې.

د ولسمشر د لومړي مرستیال له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل امنیت ورځ تر بلې د ښه کېدو به حال کې دی او په وینا یې پولیس شپه او ورځ د مجرمینو د نیولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ډېرو نا امنیو له کبله تېره اوونۍ ولسمشر خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د لنډې مودې لپاره د کابل د امنیت چارې ور وسپارلې.