غزل

2022-10-03

سلام پرې وايه که رويباره هغې خوا ته ورځې 

بيا ورته وايه لکه خوب داسې يو چا ته ورځې

 

د نجونو ميرې، لکه شمع پر خپل ځان ويلې يې

خوی د پتنګ لرې، سوکه سوکه رڼا ته ورځې 

 

واخله دا زړه مې سلامت درسره غوټه يوسه 

سوکه سوکه ورته راځې، ته به وا غلا ته ورځې 

 

ګرېوان دې ونيسه زما حقه حلاله مچه 

په غېږ منکرې په څه سترګو به الله ته ورځې؟

 

ته مې ستايلې يې په ټولو ادبي حروفو 

ته د کابل شهر ارا يې او پاچا ته ورځې 

 

مسافري مې زړه نری کړي د وطن په لوري

بيا وايم، ‌ښه دی،‌ دا دی ولاړې، هلته چا ته ورځې؟